د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: طالبان د ځان د تمویلولو لپاره له بشري مرستو ۱۰سلنه باج غواړي


د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبانو په مختلفو ولایتونو کې د بشري مرستو د پروګرامونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي او د "۱۰سلنې باج" اخیستلو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي صالح تیره شپه د افغانستان له ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې طالبانو په ۵۰۰ کلیو کې د ملي دسترخوان پروګرام د تطبیقولو مخه نیولې ده.

هغه وویل: "د ۱۲۵۰۰ کلیو څخه چې موږ یې تر پوښښ لاندې لرو، ۵۰۰ یې له لوړ ګواښ سره مخامخ دي، (طالبان) راغلي او بې‌وزله خلکو ته یې ویلي چې د دې (مرستو) ۱۰سلنه زموږ قوماندانانو ته ورکړئ کنه نو موږ اجازه نه ورکوو چې خوراکي مواد په فقیرانو باندې (وویشل شي)".

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې هم لیکلي چې د ملي دسترخوان د پروګرام له لارې هرې کورنۍ سره د ۵۰ ډالرو مرسته کېږي خو طالبان غواړي چې پنځه ډالره یې په زور واخلي.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي صالح د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتشې ادارې د تازه راپور په اساس په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۵۲ سلنې څخه ۷۲سلنې ته لوړه شوې ده.

د اروپایی ټولنې د بحران د مدیریت او بشری مرستو د چارو کمیشنر لینار شیچ افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي چې "د بشري مرستو د کارکوونکو خوندیتوب او له خنډ پرته د هغوی لاسرسی د جوړجاړي وړ نه دی".

د اروپايي تولنې دغه کمیشنر همداشان په افغانستان کې د بیړني اوربند په ټینګولو او د ښکیلو خواو له لوري نړیوالو بشري اصولو ته په درناوي ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې په یو بیان کې د ښاغلي لینار شیچ له قوله ویلي: "په افغانستان کې د شخړو انساني بیه خورا لوړه ده، چې ملکي وګړو ته تر ټولو ډیر زیان رسوي".

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو اټکل ښيي چې په افغانستان کې پر بیوزلو کورنیو باندې د کویډ۱۹ د منفي اغیزو له کبله به په ۲۰۲۱ کې کابو یو میلیون ماشومانو د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG