د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: کابو یو میلیون افغان ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر بېوزلو کورنیو باندې د کروناویروس د اغیزو له کبله به راتلونکو ۱۲ میاشتو کې کابو یو میلیون ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

دا راپور چې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۰ (سلواغه ۱) خپور شوی په کې د اسیايي هېوادونو په ګډون په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او ویل شوي چې په هرو لسو افغان ماشومانو کې پنځه یې له نه رغیدونکې مزمنې خوارځواکۍ سره مخ دي او کروناویروس وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف د دفتر د خوړو د څانګې رئيس ویلي چې له همدې کبله هره میاشت یو شمیر ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي: "موږ اټکل کوو چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به کابو یو میلیون ماشومان په افغانستان کې ضایع شي چې دا د تیر کال په پرتله ۳۰سلنه زیاتوالی ښيي. موږ دا په بېوزلو کورنیو باندې د کوید ۱۹ اغیزو پورې تړو".

یونیسف ټینګار کړی چې په افغانستان کې د میندو د خوړو د رژیم د ښه‌والي او په بیړني ډول په مزمنې خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو د اړتیاو د پوره کولو په برخه کې له دولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو له نورو اړوندو ادارو سره له نږدې همکاري کوي.

په راپور کې ویل شوي په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د خوړو رژیم ډېر کمزوری دی او دغه هېواد له دې پلوه په نړۍ کې په دویم ځای کې دی.

یونیسف په دې برخه کې ترسره شویو څیړنو ته په اشارې ویلي چې له شپږ میاشتنۍ څخه تر دوه کلونو پورې د هرو لسو ماشومانو له جملې شپږو یې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې میوه او تازه سابه نه دي خوړلي او اوو ماشومانو هیڅ پروټین نه دي ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي په افغانستان کې د ټولو هغو برنامو چې د امیندوارو میندو، ماشومانو او ځوانو نجونو د ښې تغذیې لامل کېږي ملاتړ کوي.

له دې وړاندې یونیسف ویلي و چې په افغانستان کې څه باندې ۳۰۰زره ماشومان په روان ژمي کې د سختې سړې هوا له ګواښ سره مخامخ دي او که ورته تاوده کالي او د کورونو د تاودلو امکانات برابر نشي د هغوی د ناورغۍ او حتا د مرګ لامل کېږي.

XS
SM
MD
LG