د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ختیځ او لویدیځ لورې د توپان له ګواښ سره مخ ده


د امریکا د متحده ایالاتو هواپیژندونکي هغه دوه سخت استوایي توپانونه څاري چې د ختیځ او لویدیځ لورو د امریکا متحده ایالتونه ګواښي.

د هوا د حالاتو د وړاندوینې پر بنسټ دغه دوه توپانونه د پنج شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري ۲) نور هم قوي کیږي.

د امریکا د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې استوایي توپان "ګونزالو" د اطلس سمندر د ۱۸۰۰ کیلومترۍ څخه د ۸۵ کیلومتره سرعت د وچې پر لور په حرکت کې دی.

وړاندوینه شوې چې د ګونزالو توپان به د اوسني سرعت په لرلو سره د اونۍ په پای کې د فلوریډا ایالت سواحلو ته ورسیږي. خو تر اوسه د فلوریډا ایالت اوسیدونکو ته چې تل د کال پدې موسم کې د سختو توپانونو سره مخ کیږي، تر اوسه خبرداری ندی ورکړ شوی.

له بلې خوا د "دوګلاس" توپان د آرام سمندر څخه د امریکا د متحده ایالاتو لویدیځ سواحلو ته په حرکت کې دی او د وړاندوینو له مخې به دغه توپان د پنجشنبې په ورځ نور هم زور واخلي.

د دوګلاس توپان د چهارشنبې په ورځ په آرام سمندر کې د کالیفورنیا د ساحل په ۲۵۰۰ کیلومترۍ کې و او په ساعت کې د ۱۳۰ کیلومتره سرعت په درلودلو سره د وچې پر لور روان دی.

د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې ویلي چې تر اوسه دغه توپان هم وچې ته کوم ګواښ ندی متوجه کړی، خو مقامات د دواړو توپانونو وضعیت په دوامدار شکل څاري.

XS
SM
MD
LG