د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: نړیوال باید په افغانستان کې د اقلیم بدلون د اغېزو کمولو لپاره بیړنی اقدام وکړي


د اذربایجان پایتخت په باکو کې د نړۍ د اقلیم په اړه د "کوپ۲۹" په نوم کلنۍ غونډه د نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) د اذربایجان په پیل شوې چې لا هم دوام لري.
د اذربایجان پایتخت په باکو کې د نړۍ د اقلیم په اړه د "کوپ۲۹" په نوم کلنۍ غونډه د نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) د اذربایجان په پیل شوې چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د اذربایجان په پایتخت باکو کې د اقلیم د بدلون په نړیوال روان کنفرانس کې باید نړیوال مشران افغانستان کې د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو یو شمیر ځانګړو عواملو د اغیزو د کمولو لپاره په بیړني ډول اقدام وکړي.

اوچا په دغو عواملو کې د ناڅاپي سیلابونو راوتل، اوږده وچکالي او د تودوخې د درجې د زیاتیدو یادونه کړې چې ددغې ادارې په وینا ورسره د تودوخې درجه لوړه شوې او اوبو ته د خلکو د اړتیا هم ډیره شوې ده.

اوچا د سه شنبې په ورځ نومبر۱۹ ( لړم ۲۹) د ایکس په پاڼه په یو خپور شوي راپور کې د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه زیږیدلي، اته عوامل یاد کړي او په بیړني ډول یې په افغانستان کې ددغو اغیزو د کمیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) ویلي: " د ډیر کم انتشار سره سره [ اقلیم بدلون باندې د اغیزود لرلو له پلوه] دا هیواد د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی. په نړیوالو مشرانو غږ کوو چې زیانمن شویو هیوادونو کې دې عادلانه او دوامداره حل لارې پلي کړي."

د اذربایجان پایتخت په باکو کې د نړۍ د اقلیم په اړه د "کوپ۲۹" په نوم کلنۍ غونډه د نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) د اذربایجان په پیل شوې چې لا هم دوام لري. دې غونډې ته د ملګرو ملتونو په بلنه د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې د ملې ادارې سرپرست رئیس مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی هم ورغلی دی.

د چاپیریال ساتنې یو شمیر کارپوهانو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د اقلیم بدلون پر افغانستان د پام وړ منفي اغېزو لامل شوی، چې دغه هېواد د جغرافيايي موقعیت او د اقلیم په اړه د کمزورو تګلارو له کبله له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په دې راپور کې ویلي چې لومړنی دلیل چې نړیوال مشران باید په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو د کمیدو لپاره اقدام وکړي هغه دادی چې دا هیواد د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې په نړۍ کې د ګلخانۍ ګازونو د خوشې کیدو په برخه کې د ډیرې زیاتې کمې ونډې سره سره په بې ساري ډول د اقلیم د بدلون د ډیرو زیاتو ناسمو اغیزو سره مخ دی.

اوچا دوېیم دلیل په اړه ویلي: " افغانستان د ۲۰۲۲ کال د دریو پرله پسې لسیزو د وچکالۍ وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د درېیم پرله پسې کال لپاره د وچکالۍ د سختو شرایطو سره مخ پاتې شوی دی."

اوچا ویلي چې په داسې حال کې چې ۶۰ سلنه بزګران په افغانستان کې د باران د اورښت په اوبو[للمي کرکیله] د کرهڼې په سکټور باندې متکي دي، چې په دې برخه کې هرډول بدلون د هغوی پر معیشت باندې سخته اغیز کوي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې خلک له وړاندې د خوړو د نه خوندیتوب له حالت څخه کړیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله د هوا درجه ګرمه شوې چې ورسره په لړو غرنیو سیمو کې یخونه ويلي شوي او د لوړو غرونو په څوکې واورې هم اوبه شوي دي، چې دې کار اوبو ته په ځانګړي ډول ښارونو کې اړتیا خورا زیاته کړې ده.

د مللګرو ملتونو دغې ادارې د دوامدرې وچکالۍ اغیزې په شاړو میرو باندې د حاصلخیزو ځمکو د بدلیدو یادونه هم کړې او ویلي دي چې په بیابان باندې د کرهڼیزو ځمکو د بدلیدلو بهیر د افغانستان په شمالي، لویديځو او جنوبي حوزو کې پر ځمکو باندې تر ۷۵ سلنې پورې اغیزه کړې ده.

همداشان اوچا ویلي چې په افغانستان کې د کم اورښت حالت به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او مارچ تر منځ میاشتو کې دوام ولري چې له امله به یې د ۷۰ او ۸۰ سلنې ترمنځ د کرهڼې په سکټور اغیزې پریږدي. دغې ادارې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال او نوي ۲۰۲۵ کال په پیل کې به د کرهڼې سکټور ددې پدیدې د اغیزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې ددغو ستونزو سربیره افغانستان په نړۍ کې د یو پراخه بشري بخران سره مخ هیواد دی چې ددغه هیواد ۲۳.۷ میلیونو وګړي په روان ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو باندې متکي وو.

ملګرو ملتونو د اتم دلیل په اړه ویلي چې د اقلیم د بدلون څخه ددغو زیږیدلو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې سرچینې کافي نه دي او په اوږده موده کې په دې تړاو کوټلو اقداماتو ترسره کولو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د نړیوالو مشرانو څخه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره د مرستو د برابرولو لپاره دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې

سیګار ویلي: "په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ملګري ملتونو دغه هیواد لپاره د بودیجې ټاکل شوی هدف ددغو دریو کلونو په هرکال کې نه دی ترلاسه کړی. د ملګرو ملتونو د وینا په اساس د بودیجې دا کسر په نړۍ کې د یو داسې هیواد لپاره چې ترټولو د یو ستر بشري بحران سره مخ دی او ۲۳.۷ میلیون وګړي یې د اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، شوی دی.".

سیګار د نومبر ۱۶( لړم ۲۶) د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستود برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې وه، نړیوالې ټولنې ورته د اکتوبر د تیرې میاشتې تر ۲۲ پورې یوازې ۳۷ سلنه برابره کړې وه.

سیګار افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو یو علت په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د جنسیت پر بنسټ تبعیضي کړنې ښودلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG