د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو د بامیان په ولایت کې د ضحاک تاریخي ښار بیارغونه پیلوي


د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د بامیانو په ولایت کې د ملګروملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري ادارې " یونسکو" په مرسته د ضحاک تاریخي ښار د بیارغونې یې کار پیل کړی، چې په دوو میاشتو کې به بشپړ شي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ اکتوبرڅلورمه( تلې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یونسکو سره به ددې پروژې په پلي کیدو کې د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم همکاري وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې ددې پروژې کار به په دوو میاشتو کې بشپړ شي. خوپه دغه اعلامیه کې د پروژې د مصرف د اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بامیان په ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس صفي الله راید د تاریخي اثارو د ساتلو په برخه کې دا یوه مهمه پروژه ګڼلې ده.

ښاغلي راید ویلي هڅه کوي، چې نورې موسسې هم په دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو بیارغونې ته وهڅوي.

د ضحاک تاریخي ښار د بامیان ولایت د اتو تاریخي ځایونو څخه یو تاریخي ځای دی، چې د ملګروملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري ادارې " یونسکو" د ګواښ لاندې تاریخي میراثونو په لیست کې شامل دی. همداشان په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې تخریب شوې مجسمې هم ددغې ادارې په لیست کې شاملې دي.

د بامیان په ولایت کې د ګواښ لاندې د نړیوالو تاریخي میراثونو د ساتنې طرحه د ۱۳۹۹ کال کې د یونسکو په همکارۍ جوړه شوې وه. ددغې طرحې له مخې د ګواښ لاندې د تاریخي میراثونو د سیمو ساتنه یونسکو په غاړه اخیستې ده اودا میراثونه د یونسکو په نړیوال لیست کې هم شامل دي.

طالبانو حکومت په داسې حال کې په بامیان کې د ضحاک تاریخي ښارد بیارغونې خبر ورکړی، چې ۲۳ کاله دمخه د دغې ډلې وسله والو د خپل پخواني مشر ملا محمد عمراخوند په امر په دغه ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې تخریب کړې.

د صلصال بت، چې په شپږمه میلادي پیړې کې جوړ شوی او په نړۍ کې ترټولو لوړه ولاړه مجسمه ګڼل کیده ۵۵ متره لوړوالی درلود او ددغه بت ترڅنګ د شهمامه په نوم یو بل بت ۳۵ متره لوړوالی درلود. ددغو دوو سترو مجسمو ترڅنګ نور کوچني بتان هم په غر کې جوړ شوی و، چې شاوخوا ۱۳۰۰ کاله قدامت یې درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG