د لاس رسي وړ اتصالات

عمان د کرکټ نړیوال جام د غوراوي‌ سیالیو لومړۍ لوبې کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه


د عمان کرکټ لوبغاړي
د عمان کرکټ لوبغاړي

عمان په زمبابوې کې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو د غوراوي سیالیو په لومړۍ لوبې کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

عمان د کرکټ د نړیوالې شورا دویم درجه هېواد دی او ایرلنډ لومړی درجه هېواد.

ایرلنډ عمان ته د ۲۸۲ منډو هدف وټاکه چې عمان پوره او لوبه یې وګټله.

د ایرلنډ کپتان اندي بالبرني د خپلې لوبډلې دا ماتې مایوس کوونکې وبلله. د همدغو سیالیو په بلې لوبې کې سري لانکا متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړه.

د غوراوي سیالیو په دغو لوبو کې،‌ چې په زمبابوې کې دي، لس لوبډلې لوبېږي‌ او د سر دوې لوبډلې به یې نړیوال جام ته ځي. په دغو لسو لوبډلو کې ویسټ انډيز، زمبابوې او سکاتلنډ هم شامل دي.

افغانستان دغه نړیوال جام سیالیو لار موندلې ده. د نړیوال جام دا لوبې په هند کې کېږي.

XS
SM
MD
LG