د لاس رسي وړ اتصالات

ګردیز: د کرونا ناروغانو درملنې ته سل بستریز روغتون پرانیستل شو


ګردیز کې د کروناویروس نوی سل بستریز روغتون
ګردیز کې د کروناویروس نوی سل بستریز روغتون

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د دوشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۹) د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون پرانېستل شو.

چارواکي وايي، چې پر دې سل بستريز روغتون د جمهوري رياست د عملياتي ادارې لخوا ۷۸ ميليونه افغانۍ لګول شوي او د روغتون د جوړولو چارې په نږدې يو کال کې بشپړې شوې دي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د کرونا ويروس درېيمه څپه په خپرېدو ده او د افغانستان دولت د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره خپل تدابير زيات کړي دي.

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ولايت خان احمدزی وايي، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کروناويروس مثبتې پېښې زياتې شوي او دا روغتون به ددې ناروغانو په درملنه کې موثر ثابت شي.

د دې روغتون د جوړېدو چارې د کروناويروس د لومړۍ څپې پرمهال شروع شوې وې او چارواکو ويل چې په يوه مياشت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، خو د جوړېدو چارو يې نږدې يو کال وخت ونيوه.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي وايي: «دغه روغتون سل بستره لري. په دې کې ۵۵ خونې دي. د کرونا د ناروغ لپاره کوم امکانات چې په کار دي، هغه ټول دلته موجود دي. دا چې اوس د کرونا درېيمه څپه راغلې ده له دې [روغتون] نه علاوه نور چمتوالي مو هم درلود، تر اوسه مو ناروغان هلته تداوي کول».

پکتيا د افغانستان له هغو ۱۶ ولايتونو څخه دی،‌ چې د کروناویروس دمخنیوي لپاره دوې ورځې مخکې د عامې روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې په کې پوهنتونونه او نور تعليمي مرکزونه د دوو اونيو لپاره رخصت شول.

دا پرېکړه د ځینو خلکو له لوري ستايل شوې، خو د يو شمېر ښوونيزو مرکزونو مسؤلين او محصلین له دې پرېکړې نه خوښ نه دي.

په ګردېز کې د نوي جوړ شوي روغتون تر جوړېدو مخکې په کروناويروس د ککړو کسانو درملنه د پکتيا په حوزوي روغتون کې کيدله.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG