د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې ډیرو افغانانو د رستورانتونو پرانیستلو ته مخه کړې


په دې وروستیو کې په ترکیه کې د میشتو افغانانو ترمنځ ډیرو یې د رستورانتونو پرانیستلو ته مخه کړې ده.

په وروستیو دوو کلنوکې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته ډیر شمیر افغانان په ترکیه کې میشت شوي دي، چې یو شمیر یې په دغه هیواد کې د رستورانتونو د پرانیستلو سربیره په مختلفو کارونو کې بوخت شوي دي.

په استانبول کې د اریانا رستورانت مدیر شفیع انوري امریکا غږ ته وویل، چې ددغه رستورانت له لارې لسګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې اوهم ددغه رستورانت له لارې افغاني خواړه د نورو هیوادونو اوسیدونکو ته وروپیژني.

ښاغلي انوري وویل:" د اریانا رستورانت د افغانستان د پخواني او تاریخي نوم سره غوټه شوی دی. دا رستورات د دوو کلنو څخه کمه موده کیږي، چې تاسیس شوی دی او د تجربه لرونکو افغانانو له خوا اداره کیږي. مونږ د ترکي، عربي او ایراني خوړو ترڅنګ ډول ډول افغاني خواړه خپلو مشتریانو ته وړاندې کوو".

انوري وویل، چې روستورانت یې هره ورځ قابلي پلو، تکه کباب،چوپان کباب، منتو، اشک، بولاني او څو نور خواړه خپلو بهرنیو مشتریانو ته په ځانګړي ډول د منځني ختیځ په مشتریانو باندې پلوري.

محسن په نوم د اریانا رستورانت یو عرب مشتري امریکا غږ ته وویل:" زه څو میاشتې کیږي، چې افغاني خواړه خورم او ددغه رستورانت له لارې د افغانستان د پخواني او تاریخي فرهنګ سره اشنا شوم. ددې دمخه مې واقعآ د افغانانو د فرهنګ په اړه په دقیق ډول معلومات نلرل".

د استانبول ښار د ترکیې د زیات نفوس لرونکو ښارونو څخه دی او هرکال میلیونونه سیالانیان له دغه ښار څخه لیدنه کوي او په دغه ښار کې د ترکي، افغاني، عربي او ایراني خوړو څخه خوند اخلي.

د لیلا په نوم یوه ایرانې، چې د اریانا د رستورانت د مشتریانو څخه ده وايي، چې د څو میاشتو راهیسې یې قابلي پلو او افغاني منتو خوړل پیل کړي اودا خواړه یې خورا زیات خوښ شوي دي.

لیلا امریکا غږ ته وویل:"د افغانستان او د ایران د خلکو فرهنګ یو ډول دی او زه د افغانانو په منځ کې د پردیتوب احساس نه کوم".

د رستورانت تاسیسول ددې په څنګ کې، چې یو شغل دی؛ په خپله سینه کې یې هنر، فرهنګ او د خلکو عنعناتو ته هم ځای ورکړی دی او د هیوادونو ترمنځ د فرهنګي نږدیوالي سبب هم کیږي.

انوري امریکا غږ ته وویل:" د اریانا په رستورانت کې مونږ د نوروز فرهنګي جشن، د یلدا شپه او د افغانستان نورپخواني جشنونونه نمانځو. زمونږ هدف دادی ترڅو خپل فرهنګ او تمدن د ترکیې خلکو او خپلو نورو بهرنیو مشتریانوته وروپيژنو".

که څه هم ترکیه ته مهاجرت افغانانو ته ستونزې راولاړې کړي دي خو د شفیع انوري په وینا" که چیرې په ترکیه کې میشت افغانان د قانون په چوکاټ کې ژوند وکړی شي او د ترکیې ټولنه زیاته وپیژني ځانته ښه کارونه پیداکولی شي او په دغه هیواد کې د ځانونو لپاره یو روښانه راتلوونکي ټاکلی شي.

XS
SM
MD
LG