د لاس رسي وړ اتصالات

په چاد کې د بوکو حرام بریدونه؛ ۱۷ سرتېري او ۹۶ اورپکي وژل شوي


چارواکي وايي د بوکو حرام ۹۶ اورپکي‌ یې وژلي
چارواکي وايي د بوکو حرام ۹۶ اورپکي‌ یې وژلي

د چاد پوځ نن دوشنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۱) وویل چې د بوکو حرام اورپکو د پوځ په یو مرکز برید کړی چې په کې ۱۷ سرتېري او ۹۶ اورپکي وژل شوي دي.

د چاد د پوځ ویاند ایساک اچیک د دغه هېواد ملي تلویزون سره په خبرو کې دا ارقام تائید کړل او ویې ویل چې دا پېښه د چاد په جهیل کې شوې، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

د چاد د جهیل سیمه په دې وروستیو د بوکو حرام او په لویدیځې افریقا کې د داعش ډلې په ګډون د ځینو اورپکو د بریدونو شاهده ده.

په دغو سیمو کې د چاد پوځ په ۲۰۲۰ کې عملیات وکړل او نسبتا ارامې شوې، خو یو ځل بیا په کې بریدونه او نا امنۍ زیاتې شوې دي.

تېره میاشت هم د جهیل په سیمه کې د بوکو حرام د جنګیالیو په یو برید کې د چاد ۴۰ سرتېري ووژل شول.

له دغه برید وروسته د چاد ولسمشر محمد دیپي اینتو په دغې سیمې کې د پوځي عملیاتو امر وکړ، چې د بوکو حرام ډله وځپي.

د بوکو حرام ډله له څه باندې یوې لسیزې راهېسې د افریقا په شمال ختیځ کې فعاله ده، دوی وايي چې د لویدیځ د زده کړو په ضد او د اسلامي قانون د ایجاد لپاره جنګېږي. بوکو حرام د افریقا په کامرون، نیجر او چاد کې فعالیتونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG