د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په نایجریا کې په لسګونو محصلینې یرغمل کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د نایجریا په شمال لویدیځ زامفارا ایالت کې د سیمې اوسیدونکو ویلي چې وسله والو د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې لومړۍ نېټه) د یو پوهنتون دننه او بهر څه دپاسه ۳۰ کسان یرغمل کړي چې ۲۴ محصلینې هم په کې شاملې دي.

د سیمې اوسیدونکو د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د جنایتکارو ډلو په لسګونو وسله والو د جمعې په سهار د ګوسایو ایالت په مرکز کې د فدرالي پوهنتون په څنډه کې د سبون ګیدا په نامه کلي برید وکړ او د دریو ښځینه محصلینو له استوګنځایونو څخه یې محصلینې وتښتولې.

دا برید د ولسمشر بولا احمد ټینوبو د واکمن کیدو راوروسته چې د هیواد د امنیتي ننګونو په وړاندې یې د مبارزې ژمنه کړې د یو کالج څخه لومړنۍ ډله ایز تښتونه ده.

د سابن ګېدا کلي یو اوسېدونکي صحابي موسی وویل: "غله په موټرسایکلونو کلي ته ننوتل او بیا د کړکیو له لارې د لیلې خونو ته داخل شول. "

موسی، چې د پیښې ځای ته نږدې ژوند کوي، وویل: "دوی لږترلږه ۲۴ ښځینه زده کونکي او د ګاونډ د دوو نارینو سره یوځای، چې یو یې د پوهنتون کارکونکی دی، وتښتول."

دوو سرچینو اژانس ته وویل چې، پوځیان چې له ګوساو څخه ۲۰ کیلومتره لیرې استول شوي وو له بریدګرو سره په جګړه کې ښکېل شول، خو د تښتوونکو یوې ډلې یرغمل شوي کسان له ساحې وایستل او د بلې وسله والې ډلې له پوځیانو سره جګړه وکړه.

یو بل اوسیدونکی، شیهو هاشمو چې د موسی څرګندونې یې تائید کړی، وویل، بریدګر پوهنتون ته ننوتل او په نوې ودانۍ کې یې نهه کارګران چې په بیده وو هم ونیول.

هاشمو وویل، یو کارګر په تېښته بریالی او پوهنتون ته راستون شو.

د زامفارا ایالت د پولیسو ویاند زید ابوبکر دغه برید تائید کړ خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. خو بیا یې هم وويل چې د هېواد امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې بنديان خوشې کړي.

يو پوځي افسر چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي، په دغه سيمه کې د ښځينه محصلينو د تښتول کېدو د پيښې په تائيدولو سره وويل چې، د دغه هېواد پوځيانو شپږ ښځينه محصلې ژغورلې دي.

زامفارا د نایجریا په شمال لویدیځ او مرکزي سیمو کې یو له څو ایالتونو څخه دی چې د جنایي ډلو لخوا د بریدونو او تاوتریخوالي شاهد دی. دا ډلې په کلیو بریدونه کوي، د کلیو خلک تښتوي یا وژني، کورونه یې لوټ کوي او اور ورته اچوي.

د دې ډلو اکثر غړي د زامفارا، کاتسینا، کادونا ایالتونو او نایجر په لویو ځنګلونو کې ژوند کوي.

جنایتکارو ډلو په وروستیو کلونو کې څو ځلې د ښوونځیو ښځینه زده کوونکي تښتولي دي.

د ۲۰۲۱ په فبروري کې، جنایتکارو ډلو د زامفارا ایالت په جنګبه ښار کې د نجونو په ښوونځي برید وکړ او له ۳۰۰ څخه ډیرې ښځینه زده کونکي یې وتښتولې. خو دغه نجونې څو ورځې وروسته له هغه خوشې شوې چې ددغه هېواد حکومت تښتوونکو ته باج ورکړ.

د نایجریا په شمال ختیځ کې په ۲۰۱۴ کې د بوکو حرام اورپکو لخوا لومړی ډله ایز تښتونه تنظیم شوې وه. په هغه کال کې د دغې ډلې افراطیانو د چیبوک په نامه له یوې سیمې څخه د یو ښوونځي ۲۷۶ نجونې وتښتولې. د دغو نجونو تښتول د "زموږ نجونې بیرته راولئ" په نوم د نړیوال کمپاین لامل شو.

د فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر راهیسې، وسله والو ددېهیواد په مرکزي او شمال لویدیځو سیمو کې ښوونځي په نښه کړي او له ۱۰۰۰ څخه ډیر زده کوونکې یې برمته کړي دي.

په نایجریا کې د بوکو حرام افراطيانو او جنایتکارو ډلو پر ضد پوځي عملیات دوام لري، خو د دغه هېواد امنیتي ځواکونه تل تر فشار لاندې دي.

د بوکو حرام افراطيان غربي زده کړې غیر اسلامي ګڼي او ادعا کوي هغه څه چې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته تدریس کیږي د "خدای او د هغه رسول" له خوا حرام بلل شوي دي.

نایجیریا د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې، د بوکو حرام اسلامپالو یاغیانو او جنایتکارو ډلو لخوا د بریدونو په ګډون د ډیرو امنیتي ستونزو سره مخامخ ده.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجریا په شمال ختیځ کې د شخړو په نتیجه کې له ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او له ۲.۳ میلیونو ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي او د بوکو حرام ډله، چې اوس یې له اسلامي دولت یا داعش سره بیعت کړی، ددغو نښتو اصلي مسؤول ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG