د متحدو ایالتونو سنا د دوشنبې په ورځ ډسمبر دویمه (لیندۍ۱۲) د هغه امریکايي جنرال ترفیع تائیده کړه، چې د افغانستان څخه د ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د امریکا د پوځ یو قومندان و.
سناتور مارکوین میولن د ډګرجنرال ګریستوفر دوناهو د ترفیع مخه نیولې وه. د دغې ترفیع په اساس، هغه څلور ستوریز جنرال کېږي.
منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه ایتلافیان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو په ګډوډ وتلو انتقاد کوي او وايي له هغوی سره به خبرې وکړي، چې د تخلیې د دغه بهیر مسولین وو.
ډونالډ ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په مهال ویلي وو، که ولسمشر شو، له ټولو هغو جنرالانو څخه به د استعفا غوښتنه کوي، چې « د افغانستان د کړکیچ» برخه وو.
د دوناهو ترفیع د رایو په اکثریت سره تائید شوه، دی په هغې ډلې کې شامل و، چې د ترفیع وړاندیزونه یې شوي وو. د نوموړي دفتر په دې اړه د اوس لپاره له تبصرې له کولو ډډه کړه.
دوناهو له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په مهال د پوځ د ۸۲م «ایربورن ځانګې» مشري کوله او وروستی امریکايي سرتېری و، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووت.
که څه هم له افغانستان څخه د هغه د وتلو تصویر، چې وسله په لاس د امریکا د پوځ د سي-۱۷ الوتکې ته پورته کېږي، له هغه هېواد څخه د امریکا د ګډوډې تخلیې سره تړلی بلل کېږي، خو هغه ته د یو ځېرک پوځي قومندان په سترګه کتل کېږي.
د متحدو ایالتونو د سنا د قانون له مخې، که ۹۹ غړي موافق هم وي، خو یو غړی کولای شي، چې د یو چا تائیدي وځنډوي. د متحدو ایالتونو په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او ورسره طالبان په افغانستان باندې بیا واکمن شول.
امریکایي ځواکونه د ډونالډ ټرمپ د حکومت په مهال له طالبانو سره د د دوحې د تړون په اساس له افغانستان څخه ووتل. که څه هم منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نور جمهوريت غوښتونکي د بایډن حکومت تورنوي چې په بې مسئولانه او په ګډوډ ډول له افغانستان څخه وتلي، خو ولسمشر بایډن د تخلیې ماموریت بریالی ګڼي او وايي چې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه یې په ځای وه.
فورم \ دبحث خونه