د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۹۹۲ راهیسې انګلینډ او پاکستان د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په پای لوبې کې مخامخیږي


ټاکل شوې چې په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په پای لوبې یا فاینل کې یکشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۱) انګلنډ او پاکستان سره مخ شي.

دا د ۱۹۹۲ کال راپدیخوا چې دغه دواړه لوبډلې د نړیوال جام په پای لوبې کې سره مخ شوې وې او اتلولي هم پاکستان ګټلې وه، لومړی ځل دی چې یو ځل بیا په پای لوبې کې سره مخ کیږي.

د ۱۹۹۲ نړیوال جام پای لوبه د اسټرالیا په همدې لوبغالي کې وه او هلته هم پاکستان په نیمه پای لوبې کې نیوزلینډ ته ماتې ورکړې وه.

انګلنیډ او پاکستان دواړو یو یو ځل د شل اوریز نړیوال جام اتلولي ګټلې.

پاکستان په ۲۰۰۹ او انګلینډ لوبډلې په ۲۰۱۰ کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه.

د پاکستان د لوبډلې کپتان بابر اعظم ویلي چې د دې هیواد د کرکټ بورډ مشر رمیض راجا ورغلی او د ۱۹۹۲نړیوال جام د اتلولۍ د ګټلو په هکله یې خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG