د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ناامنیو له کبله افغانستان سره د کرکټ لوبې نکوو


تر پاکستان یوه ورځ مخکې افغانستان له هغه هېواد سره د کرکټ سیالۍ لغوه کړې وې
تر پاکستان یوه ورځ مخکې افغانستان له هغه هېواد سره د کرکټ سیالۍ لغوه کړې وې

د پاکستان کرکټ بورډ له افغانستان سره د کرکټ دوستانه سیالۍ لغوه کړې.

پاکستان وايي په افغانستان کې دوامداره نا امني او بي ثباتي ده او له همدې کبله یې له دغه هېواد سره پلان شوې دوستانه سیالۍ لغوه کړې.

دا په داسې حال کې دي چې افغانستان د کابل د بریدونو په اعتراض له پاکستان سره دوستانه لوبې او شوي تړونونه لغوه کړل او پاکستان یې په ترور پالنې تورن کړ. خو پاکستان د افغانستان دا تورونه بي اساسه بللي دي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یو خونړي برید شاوخوا ۹۰ تنه ووژل او شاوخوا ۴۰۰ نور یې ژوبل کړل، د افغانستان ملي امنیت وویل چې برید د آی اس آی تر لارښوونې لاندې پلان شوی او دا پلان د حقاني شبکې پلی کړ.

د پاکستان د کرکټ بورډ اعلامیه، چې د بورډ په رسمي ویبسایټ کې خپره شوې، وايي چې له افغانستان سره پلان شوې لوبې د افغانستان امنیتي شرایطو ته په کتو په پام کې نیول شوې وې چې اوس لغوه شوې دي.

پاکستان له افغانستان سره د نورو تړونونو د لغوه کېدو او یا نه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اعلامیه وايي د افسوس خبره خو دا ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ویل چې کرکټ او سیاست باید سره جلا وي، خو اوس یې په خپلو خبرو خاورې واړولې.

افغانستان او پاکستان د مۍ په ۲۷ د دوو ۲۰ اوریزو سیالیو، چې یوه به یې په کابل او بله به یې په پاکستان کې کېدله، او نورو همکاریو تړونونه وکړل، خو دا تړون په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول وغندل شو او ډېرو د دغو لوبو او تړونونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG