د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه وکړله؟


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق وروسته تر هغه پاکستان په دوه مخیتوب تورن کړ چې د امنیت په شورا کې د پاکستان استازي په ښکاره توګه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنې غوښتنه وکړله.

د افغانستان او پاکستان د دیپلوماتانو تر منځ لفظي شخړه د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بحث په وروستۍ برخې کې تر هغې وروسته وشوه چې د پاکستان استازي منیر اکرم د افغان طالبانو په هکله د خپل حکومت دریځ په ډاګه کړ.

منیر اکرم پخپلو خبرو کې په تیرو څه باندې دوو کالونو کې په افغانستان کې د شویو پرمختګونو او ستونزو یادونه وکړله او دا یې هم وویل چې هیواد یې چمتو دی پدې برخې کې همکاري وکړي.

د پاکستان استازي خپلې خبرې د شورا د غړیو څخه په منننې پیل کړلې او پرته لدې چې د افغانستان د استازي نوم یاد کړې وې ویل، "مونږ له یو افغان څخه واوریدل چې د ځان پرته د بل هیچا استازیتوب نکوي".

د پاکستان دې دیپلومات په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د " افغانستان موقت حکومت" او افغان ولس لومړیتوبونو ته دې ځواب ووایي.

هغه زیاته کړه، "نړیواله ټولنه باید د افغانستان د موقتي حکومت او افغان ولس لومړیتوبونو ته ځواب ووایي – کافي مالي ملاتړ، په سفرونو (د افغانستان څخه د باندې په طالب چارواکو) د بندیزونو لیرې کول، سیاسي رسمیت پیژندنه، او په ملګرو ملتونو کې (طالبانو ته) استازیتوب ورکول".

منیر اکرم پخپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو سر بیره پاکستان پدې باور دی چې "تعامل او همکاري د یو سوله ایز او نیکمرغه افغانستان لپآره یواینۍ لار ده".

سره لدې چې د پاکستان استازی د امنیت په شورا کې وروستی تن و چې پدې غونډې کې یې خبرې وکړلې خو د هغه د بیانیې څخه وروسته د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د اضافي وخت غوښتنه وکړله.

ښاغلي فایق د پاکستان استازی په دوه مخیتوب تورن کړ او وې ویل چې له یوې خوا ځان د ترهګرۍ (پاکستاني طالبانو غورځنګ) قرباني بولې خو له بلې خوا یوې بلې "ترهګرې ډلې" (افغان طالبانو) ته لابي کوي.

هغه زیاته کړه، "غواړم د پاکستان تبع یا استازي څرګندونو ته ځواب ووایم: زه د افغانستان په استازیتوب پدې شورا کې خبرې کوم. د افغان ولس غم او بدمرغي څرګندوم چې د ځینو هغو هیوادونو د لاسه کړیږي چې دوه مخیتوب کوي. "

د ښاغلي فایق دې څرګندونو څخه وروسته د پاکستان استازي د نور وخت غوښتنه وکړله تر څو د افغانستان سرپرست استازي ته ځواب ووایي.

منیر اکرم پخپل ځواب کې پرته لدې چې د ښاغلي فایق نوم واخلي د ملګرو ملتونو د امنیت په شوار انتقاد وکړ چې ولې یې پدې شورا کې د افغانستان سرپرست استازي ته د ګډون بلنه ورکړې او دا کار یې "بې قاعده توب" وباله.

د پاکستان استازي وویل، "زه نغواړم چې ددې ښاغلي څرګندونې سپیڅلې کړم چې د افغانستان د استازیتوب ادعا کوي. د هغه باور لیک د پوښتنې وړ دی، هغه هیڅ حکومت نلري، هغه هیڅ استازی نلري. زه فکر کوم دا بې قاعده توب دی چې د امنیت شورا مجبوره ده هغه ته بلنه ورکړي چې پدې شورا کې خبرې وکړي. کرکه او غلط معلومات خپاره کړي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله باید دا یاداشت کړي".

د افغانستان سرپرست استازي د پاکستان د استازي سره ددې لفظي شخړې څخه وروسته امریکا غږ سره په خبرو کې منیر اکرم د طالبانو په ملاتړ او په افغانستان کې په واقعیتونو سترګې پټولو تورن کړ.

ښاغلي فایق وویل، "د پاکستان استازي د خپلو خبرو په پیل کې په خورا غیر مسلکي توګه او د دیپلوماتیک عرف خلاف زما سپکاوی وکړ او پر ما یې شخصي برید وکړ. د امنیت شورا اکثریت غړیو برخلاف، هغه په افغانستان کې په روان وضعیت، بشري ناورین، د بشري حقونو سرغړاونو او د میرمنو او نجونو د حقونو په نقض سترګې پټې کړلې. او پرته لدې چې د افغانستان ریښتیني واقعیت څرګند کړي، کوښښ یې وکړ د افغانستان وضعیت ډیر مثبت وښیي. هغه غوښتل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورکړل شي او ښکاره لاس وهنه وکړي. ما هم د دیپلوماتیک عرف او آدابو په چوکاټ کې ځواب ورکړ".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG