د لاس رسي وړ اتصالات

ضیاالحق سرحدي: افغان ټرانزیټ تجارت ۷۰ سلنه له پاکستان څخه ایران ته انتقال شوی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خیبر پښتونخوا همغږی کوونکی وايي، د افغان ترانزیټ تجارت په برخه کې د پاکستان حکومت د ځینو اقداماتو له امله له افغانستان سره ددغه هیواد تجارت ۷۰ فیصده کم شوی دی.

له امریکا غږ سره په خبرو کې ضیا الحق سرحدي وویل، چې د روانې فبرورې میاشتې پر ۲۰مه نېټه یې د افغان ترانزیټ تجارت د پاکستان عمومي رئیس واجد علي چې سره یې په پیښور کې د لیدو پرمهال خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

ښاغلي سرحدي زیاته کړه چې افغانستان د ترانزیت تجارت په برخه کې د پاکستان له لوري د یو لړ بندیزونو له کبله خپل ۷۰ فیصده تجارت د ایران هېواد چاه بهار او بندر عباس ته منتقل کړی دی چې له دې سره په پاکستان کې نږدې ۲۰ زره کورنۍ بې روزګاره شوې دي.

هغه وویل: ”له کراچۍ نه واخلې تر تورخم پولې پورې، په دې کې د ګمرګ کلینیګ اجنټان، د کشتیو اجنټان، په کراچۍ ښار کې له ترانزیت تجارت سره مزدرانو کار کولو، لکه ډرایوران وو، په ټرکونو کې چې یې مالونه وړل نو په لاره کې د هوټلونو او پترول پمونو کاروباریان وو، اورګاډي، د اېن اېل سي ټرانسپورت شرکت ګاډي، لکه دا یوه پوره حلقه وه، او دا ټول ورسره بېروزګاره شول. له افغانستان سره د تجارت کولو پرځای نقصان وشو. نو موږ له واجد علي صاحب څخه غوښتنه وکړه چې حکومتونو دې خپلو اقداماتو ته بیا کتنه وکړي.“

ضیاالحق سرحدي وايي، دوی خپل غږ تر لوړو چارواکو رسولی دی، خو اوس ستونزه دا ده چې په پاکستان کې همدا اوس ټولټاکنې وشوې او نوی حکومت لا نه دی جوړ شوی: ”ترڅو چې نوی حکومت نه وي جوړ شوی، ما ته نه ښکاري چې زموږ پر غوښتنو دې اقدام وشي، خو هیله مو نوي حکومت ته شته. د افغانستان – پاکستان د ګډې خونې د افغانستان غاړې مشر خان جان الکوزی هم دلته راغلی وو، هغه ویل چې له دوی سره نورې لارې هم شته، لکه په بندرعباس یې ډېر په چټکۍ سره خپل کار روان کړی دی. “

ښاعلی سرحدي وايي، چې د خیبر پښتونخوا اتیا فیصده کاروبار له افغانستان سره کېږي، چې په افغانستان کې امن وي، نو دلته هم امن وي، نو اوس په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چې له افغانستان سره کوم تجارت کېږي، پر هغه ډېر منفي اغېز شوی دی.

ښاغلي سرحدي وویل: ” په ځانګړي ډول د ۲۰۱۰ کال د افغان ترانزیت تجارت تړون کې هغه څوک په اعتماد کې نه دي اخیستل شوي چې له دې کاروبار سره تړلي ول، هغه تړون د بندو دروازو شاته شوی وو، موږ یې هېڅوک نه وو غږولي، هغه تړون ډېر په بیړه شوی وو، د هغې تر ګټې، نقصان زیات وشو. د هغه تړون له وجې زموږ له ۷۰ څخه تر ۸۰ فیصده پورې تجارت چاه بهار او بندرعبارس ته منتقل شو.“

هغه زیاته کړه: ”زموږ د سوداګرۍ ګډې خونې ډېرې هلې ځلې وکړې چې تجارت بیرته سم کړو، خو اوس یوځل بیا تېر کال د اکتوبر پر درېمه سرپرست حکومت نوی فرمان جاري کړو چې له هغې سره پر کراچۍ بندر نږدې څلور زره د افغان تجارت کانټېنرې ولاړې وې. ډېر په مشکل سره مو ځینې کانټېنرې خلاصې کړې خو اوس هم ډېر ولاړې دي. “

د افغان ټرانزیت تجارت پر وړاندې خنډونه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خیبر پښتونخوا همغږی کوونکی ضیاالحق سرحدي وايي، څه موده مخکې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارت حجم دوه اعشاریه پینځه میلیادر ډالر وو، بیا ورو ورو دا تجارت یو میلیارد ډالر ته راټیټ شو، د هغې ډېر وجوهات دي، لکه بیا بیا د تورخم پوله وتړل شوه، له تېرو څلور میاشتو راهیسې د چمن پوله هم تړل شوې ده، په دا وروستیو کې د پاسپورټ او ویزې په سلسله کې تر لسو ورځو پورې تورخم دروازه بنده شوې وه.

نوموړي وویل ”له دغه ډول اقدام سره د دواړو غاړو تجارت، لکه د پاکستان له غاړې صادرات چې پکې سبزیانې وې، تازه مېوې، جوسونه، شیدې او نور خوراکي مواد چې له دې ځای نه افغانستان او منځنۍ اسیا ته لېږدول کېدل، هغه ټول ودرېدل، د یوې اندازې له مخې درې څلور زره ټرکونه له دې غاړې ولاړ ول، او په همدومره شمېر کې ټرکونه له هغې غاړې ولاړ ول. ولې چې له هغې غاړې هم د مېوو موسم وو، له هغې خوا هم سبزیانې، تازه مېوې، سل یو نیم سل د ډبرو سکرو ټرکونه راتلل، او د نورو کاڼو سل یونیم سل ټرکونه راتلل، په غټ تعداد کې مالوچ راځي، خو دا هرڅه په ټپه ودرېدل. له دې سره د دواړو غاړو ولس ته په میلیاردونه روپۍ نقصان شوی دی.“

هغه وویل چې د افغانستان او پاکستان تیرو حکومتونو غوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت کچه لوړه کړي خو: "له دې سره سره پر افغان ترانزیت تجارت سل فیصده بانکي ضمانت ولګېدو، او بل د پروسیسنګ فیس په نامه لس فیصده نوره مالیه ولګول شوه، او تر ټولو غټه مسله دا وشوه چې نږدې ۲۱۲ توکي په منفي لیست کې واچول شول. له دې اقدام سره دا ټول تجارت ودرېدو. په دې سلسله کې بیا زموږ د پاکستان – افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه چې یو نړیوال چېمبر [خونه] دی، او د افغانستان له غاړې خان جان الکوزی زموږ شریک مشر دی، او د پاکستان له غاړې زبیر موتي زموږ مشر دی، زموږ رئیس جنید ماکډا دی، په خیبر پښتونخوا کې یې زه [ضیاالحق سرحدي] همغږی کوونکی یم. موږ په دې لړ کې کلیدي کردار ترسره کړی دی خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې. “

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG