د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: هند او پاکستان دې د کشمیر په اړه د زغم نه کار واخلي


د ملگروملتونو د سرمنشي ویاند ویلي دي چې هند او پاکستان دې د کشمیر په اړه د زغم نه کار واخلي

د ملگروملتونو ویاند سټیفن ډوجیرک دا خبره د هغې نه وروسته کړیده چې د هند ولسمشر نریندر مودي د کشمیر د ځانگړي مقام د ختمولو پریکړه وکړه.

د هغې نه وروسته چې هند د اساسي قانون ٣٧٠ ماده د جمو او کشمیر ایالت ته چې اکثریت وگړي یې مسلمانان دي ځانگړي اختیارونه ورکړي وو، ختمه کړله، په کشمیر او پاکستان کې پرې سختې نیوکې وشوی.

د ملگرو ملتونو ویاند وویل چې د دغه پریکړې نه وروسته د هند او پاکستان په پولې په پوځي فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی دی چې دوي یې اندیښمن کړیدي او د نژدې یې څاري.

هغه وویل چې د ټولو خواوو نه غواړي چې د زغم نه دې کار واخلي.

کشمیر، د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوی دی، خو دواړه هیوادونه یې د ملکیت ادعا کوي. دغو دواړو هیوادونو تر اوسه دوه ځلې د کشمیر پر سر سره جگړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG