د لاس رسي وړ اتصالات

هند په کشمیر کې د ترهگریزو بریدونو د کیدو خبرداری ورکړ


مقاماتو ویلي دي چې په کشمیر کې د یاغیانو د بریدونو د احتمال په هکله د هند د حکومت د خبرداري وروسته په "زرگونو" کسان چې د مذهبي مراسمو لپاره راغلي وو د کشمیر نه د وتلو په حال کې دي.

د هند امنیتي مقاماتو د جمعې په ورځ (اگست ٢) وویل داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې په کشمیر کې د هندوانو د مذهبي مراسمو په ترڅ کې د بریدونو احتمال په گوته کوي.

دغو مقاماتو ویلي دي چې یوه اندازه چاودیدونکي مواد یې په یو ځای کې کشف کړي چې په کې یو بم هم شته چې د پاکستان نښان پرې لگیدلی دی.

د کشمیر دغه محلي مقام د تاوتریخوالي په امکان یې اندیښنه ښودلې او په کشمیر کې یې د مذهبي مراسمو له برخه والو غوښتي چې خپلو کورونو ته لاړ شي.

د هند یو لوړپوړي امنیتي مقام د شنبې په ورځ اگست ٣ (زمري ١٢) د رویترز اژانس ته وویل چې دغه خبرداری ددې سبب شوی تر څو "په زرگونو" کسان چې غوښتل یې په مذهبي مراسمو کې گډون وکړي او همداشان سیلانیان د کشمیر نه د وتلو په حال کې دي.

بریتانیا او جرمني هم د اعلامیو په خپرولو سره د خپلو هیوادوالو غوښتي چې په کشمیر کې په مذهبي مراسمو کې له برخې اخیستلو ډډه وکړي.

د هند او پاکستان اړیکې پدې وروستیو کې په هندي کشمیر کې د مرگوني بمي برید وروسته نورې هم خړې پړې شوي دي. هند په پاکستان کې میشت یاغي ډلې پدغه برید تورنې کړې او بیا هندي جنگي الوتکو د پاکستان دننه یو لړ اهداف په نښه کړل.

دغې پیښې دواړه سیال گاونډیان سره یوې بلې جگړې ته نژدې کړل، خو د هغه وخت راهیسې دواړو خوا په ځانگړې توگه پاکستاني مقاماتو په یو ډول هڅه کړې چې دغه کړکیچ راکم کړي.

XS
SM
MD
LG