د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ مشر له سیاسي ګوندونو څخه د پوخوالي او یووالي غوښتنه وکړه


د پاکستان لوی درستیز سید عاصم منیر
د پاکستان لوی درستیز سید عاصم منیر

وروسته له هغه چې د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې د پاکستان هیڅ یو سیاسي ګوند ونشو کړای چې د پارلمان کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي، ددغه هیواد لوی درستیز د پاکستان له سیالو سیاستوالو څخه وغوښتل چې د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره د "پوخوالي او یووالي" څخه کار واخلي.

د پاکستان لوی درستیز سید عاصم منیر ویلي، ټاکنې یوازې یوه سیالي نه ده چې په کې یو بشپړ ګټونکی او بل یې بشپړ بایلونکی وي، بلکې ټاکنې "خلکو ته د خدمت کولو یو فرصت دی."

منیر وویل: "له هغه ځایه چې د پاکستان خلکو د دغه هېواد په اساسي قانون خپل ګډ باور ښودلی دی، نو اوس دا د ټولو سیاسي ګوندونو دنده ده، چې په پوخوالي او متقابل سیاسي یووالي سره ځواب ورکړي."

هغه همداشان وویل: "ملت د ګډوډۍ او قطبي کولو له سیاست څخه د وتلو لپاره چې د۲۵۰ میلیون نفوس لرونکي پرمختللي هیواد سره مناسب نه دی، باثباته لاسونو اودرمانونکي تماس ته اړتیا لري."

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې په ټاکنو کې زنداني شوي پخواني صدراعظم عمران خان ته د وفادارو خپلواکو نوماندانو د قوي فعالیت وروسته دا هیواد د سخت سیاسي کړکیچ سره مخ دی او د عمران خان پلویانو پدې بریا سره د پاکستان د پوځ د ملاټر څخه د برخمن پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د اکثریت ګټلو چانس له لاسه ورکړ.

د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي‌ ای) ګوند د مقاماتو له خوا د یوې میاشتې اوږدې ځپنې په وړاندې چې ددې ګوند کمپاین یې فلج کړ او کاندیدان یې دې ته اړ کړل چې د خپلواکو نوماندانو په توګه ودریږي مبارزه وکړه او ویې ښودله چې لاهم خپل سیالان ننګولی شي.

پوځ د پاکستان په سیاسي ډګر کې پراخ رول لري او ددې هیواد د پوځ جنرالانو په ۱۹۴۷ کې له هند څخه د جلا کیدو راهیسې د پاکستان په نږدې نیمایي تاریخ کې پر دې هیواد واکمني کړې ده.

پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه جلا شو او شاوخوا ۵۰ کاله یې پاکستان د خپلو پوځي جنرالانو تر نفوذ لاندې دی.

د پارلماني ټاکنو د پایلو له یو اوږده ځنډ وروسته ډیر داسې تورونه مطرح شول چې د پاکستان پوځ د مسلم لیګ نواز ګوند د بري لپاره د رایو په درغلیو کې لاس درلود.

خو اوس نواز شریف چې په تېر کې درې ځله د خپل هېواد د صدراعظمۍ څوکۍ ته رسېدلی، اړ دی چې د حکومت جوړولو لپاره له خپلو سیالانو او خپلواکو کاندیدانو سره جوړجاړی وکړي.

داسې رپوټونه هم شته، چې د جمعې په ورځ د بېلابېلو ګوندونو مشران د نواز شریف سره د خبرو لپاره د هغه د واکمنۍ اصلي مرکز، لاهور ته رسېدلي دي.

نواز شریف ویلي، چې د ده په مشرۍ ګوند نه دی توانېدلی چې د دغه هېواد په پارلمان کې د حکومت جوړولو لپاره ډېرې څوکۍ وګټي او له همدې کبله اړتیا ده چې له نورو ګوندونو او خپلواکو نوماندانو سره ایتلاف جوړ کړي.

خو په ورته وخت کې، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان پهه غږ کې، په پارلماني ټاکنو کې د "بریالیتوب وینا" خپره کړه.

په دې پیغام کې عمران خان د خپلواکو سرچینو په حواله ویلي، موږ په رایو کې د درغلیو له پیل مخکې ۱۵۰ څوکۍ ګټلې وې.

د اعلان شویو پایلو له مخې، لږ تر لږه ۱۰۰ خپلواکو نوماندانو چې ۸۹ یې عمران ته وفاداره دي، په پارلمان کې څوکۍ ګټلي. مسلم لیګ نواز ۷۳ څوکۍ او د پاکستان پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

کوچنیو ګوندونو په پارلمان کې ټولټال ۲۷ څوکۍ ګټلي او احتمال شته چې دغه ګوندونه به په راتلونکو ورځو کې د تحریک انصاف په ګټه کار وکړي.

تحریک انصاف ته وفادارو کاندیدانو په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

خپلواک نوماندان چې پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، کولای شي د پایلو تر اعلان وروسته په ۷۲ ساعتونو کې له یو ګوند سره یوځای شي. دا ډول سیاسي تعامل کولی شي د حکومت جوړولو لپاره د تحریک انصاف دریځ له خطر سره مخامخ کړي.

د پاکستان د ۲۴۱ میلیون نفوس څخه یې ۱۲۸ میلیون د رایې ورکولو وړ دي. په دغو ټاکنو کې د پاکستان ملي اسمبلۍ او ایالتي اسمبلیو څوکیو ته ۱۸۰۰۰ کسان کاندید دي.

د فبرورۍ د اتمې نیټې په پارلماني ټاکنو کې نږدې پنځه زره کاندیدانو د پارلمان د ۲۶۶ څوکیو او شاوخوا ۱۲۶۰۰ نورو کاندیدانو د ایالتي شوراګانو لپاره سیالي وکړه.

د دغه راپور په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري آژانس راپور کارول شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG