د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د حافظ سعید په خیریه موسسو بندیز ولگاوه


د پاکستان حکومت په خپل اساسي قانون کې له دې کبله تعدیل کړیدي چې په دغه ملک کې د فعاله اسلامپاله مشر حافظ سعید په خیریه موسسو بندیز ولگوي.

د سعید دغه دوو خیریه موسسې چې یوه جماعت الدعوه او بله فلاح انسانیت نومیږي، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هم د ترهگرو ډلو په لسټ کې اچولې دي. د جماعت الدعوه ډله شاوخوا د دیرشو کلونو راهیسې فعالیتونه کوي.

داسې ویل کیږي چې جماعت الدعوه د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې ډله ده. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. په لشکر طیبه دا تور دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په حملو کې لاس لري. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و.

امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدی او د هغه په نیولو یې د لسو ملیونو امریکایي ډالرو انعام ایښې دی. خو سعید وایي چې دغه تورونه بی اساسه دي. له بلې خوا د پاکستان عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړه چې ازاد وگرځي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین تیره اونۍ په اساسي قانون کې دغه تعدیل منظور کړ خو پرون د دوشنبې په ورځ یې د دغه تعدیل اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG