د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ محکمې هغه ملا خوشی کړ چې امریکا پسې گرځي


حافظ سعید د لاهور د محکمې د فیصلې نه وروسته
حافظ سعید د لاهور د محکمې د فیصلې نه وروسته

د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید باندې تور دی چې په ٢٠٠٨ کال کې د ممبۍ په حملو کې لاس لري. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و.

په پاکستان کې یوې محکمې د هغې ملا د ازادیدو امر کړیدی چې امریکا یې په ټرورزم کې د ککړتیا په تور غواړي. په دغه ملا د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ د حملو تور لگیدلی دی.

حافظ سعید چې د جماعت الدعوه مشر دی، په لاهور کې د دریو میاشتو نه په خپل کور کې نظربند و. د پاکستان حکومت د هغه د نظر بندۍ موده څو ځلې غځولي ده.

د حافظ سعید وکیل محکمې ته ویل چې د هغه نظر بندي د قوانینو سره سمه نده او د ممبۍ په حملو کې د هغه د ککړتیا هیڅ شواهد نشته دی.

د پنجاب د صوبې حکومتي چارواکو د هغه د نظربندۍ د مودی د غځولو خواست کړی و خو محکمې ورسره دغه ونه منله. محکمې وویل چې حکومت د هغه په ضد پوره شواهد نه دی ورکړي.

حافظ سعید به په یو څو ورځو کې خوشی شي.

امریکا د حافظ سعید په هکله د معلوماتو ورکو لپاره د لسو ملینو ډالرو انعام ایښې دی. امریکا غواړي چې هغه ونیول شي او د نړیوال قوانینو سره سم محاکمه شي. امریکا د جماعت الدعوه ډله د ټرورسټو ډلو په لسټ کې شامله کړیده.

د امریکا د بندیزونو باوجود سعید په پاکستان کې ازادانه ژوند کوي او په ورستیو کې یې یو سیاسي گوند هم جوړ کړیدی.

XS
SM
MD
LG