د لاس رسي وړ اتصالات

په اورکزیو کې چاودنې کابو ۲۵ تنه وژلي


د پاکستان په قبایلي سیمې اورکزیو کې نن جمعه سهار بمې چاودنې شااخوا ۲۵ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

په پېښور کې د امریکا غږ خبریاله لائبه یوسفزۍ د ځايي سرچینو په حواله وایي دغه چاودنه د اورکزیو مرکز «کلایا» کې په جمعه بازار کې دیوې دیني مدرسې مخې ته شوې ده.

سرچینې وايي چې د پېښې ټپیان روغتونو ته انتقال شوي چې د زیاتو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

پر همدې مهال اسوشېټېډ پرېس اژانس د یوه پاکستاني پولیس افسر طاهر علي له قوله ویلي چې په دغه چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي‌ او تر ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې د پېښې زیات قربانیان شعیه ګان دي. د دې ایجنسۍ اکثریت اوسیدونکي شعیه ګان دي.

په اورکزیو کې تر دې مخکې هم پر شیعه ګانو انتحاري حملې او چاودنې شوي‌ دي.

د اورکزیو د قبائیلي سیمې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلې ده.

XS
SM
MD
LG