د لاس رسي وړ اتصالات

د چمپینز ټرافي سیالیو په اړه څومره خبر یاست؟


د چمپینز ټرافي دا کپ د سیالیو ګډون کوونکو هېوادونو ته هم استول شوی. افغانستان ته یې هم سفر کړی.
د چمپینز ټرافي دا کپ د سیالیو ګډون کوونکو هېوادونو ته هم استول شوی. افغانستان ته یې هم سفر کړی.

سبا چهارشنبه فبروري ۱۹ (کب لومړی) د پاکستان په کوربتوب په پاکستان او متحدو عربو اماراتو کې د چمپینز ټرافي سیالۍ پیل کېږي.

دا له ۱۹۹۶ کال راهېسې لومړی ځل دی چې پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا د داسې سترو لوبو کوربتوب کوي.

په دغو سیالیو کې اته هېوادونه افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، انګلنډ، استرالیا، جنوبي افریقا، نیوزلنډ او هند ګډون کوي.

د سیالیو لوبډلې په دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوي دي.

په الف ګروپ کې پاکستان، هند، بنګله دېش او نیوزلنډ دي او په ب ګروپ کې افغانستان، انګلنډ، استرالیا او جنوبي افریقا دي. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې نیمه پایلوبو ته وځي.

د چمپینز ټرافي پایلوبه به د مارچ په نهمه نېټه کېږي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د کراچۍ په ښار کې د پاکستان او نیوزلنډ ترمنځ ده.

د راپورونو په اساس هند د امنیتي ملحوظاتو له کبله پاکستان ته خپله لوبډله وانه ستوله. په همدې اساس، د هند ټولې لوبې به په دوبۍ کې کېږي.

په وروستي ځل چې د چمپینز ټرافي لوبې وشوې، په ۲۰۱۷ کې په انګلنډ کې وې. پاکستان هغه اتلولي ګټلې وه.

د ۲۰۲۵ د چمپینز ټرافي اته لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د درجه بندۍ په اساس وټاکل شوې.

افغانستان په لومړي ځل په چمپینز ټرافي کې ګډون کوي. تېرځل چې دا لوبې کېدې، افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی نه و.

د چمپینز ټرافي نقدي جایزې

د کرکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي سیالیو نقدې جایزې اعلان کړي چې ۶.۹ میلیون ډالر دي.

د نړیوالې شورا د اعلامیې په اساس، د دغو سیالیو اتلې لوبډلې ته به ۲.۲۴ میلیون او دویمې لوبډلې ته به ۱.۱۲ میلیون ډالر جایزې ټاکل شوې دي.

همدغه راز هغه لوبډلې چې په نیمه پایلوبو کې ماتې خورې او درېیم او څلورم مقامونو خپلوي، هره یوه به یې ۵۶۰زره-۵۶۰زره ډالر ترلاسه کوي.

په ترتیب سره د دغو سیالیو پنځم او شپږم مقام لوبډلې ۳۵۰زره-۳۵۰زره او اوم او اتم مقام لوبډلو ته به ۱۴۰زره-۱۴۰زره ډالر ورکول کېږي.

په ګروپي لوبو کې هره لوبډله په هر بري سره ۳۴۰۰۰ ډالر ګټي. له دې ټولو وراخوا، د چمپینز ټرافي سیالیو هرې لوبډلې ته د ګډون له کبله ۱۲۵۰زره-۱۲۵۰زره ډالر ورکول کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG