د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکاغږ ویبپاڼې بندې کړي



په پاکستان کې د امریکاغږ اردو او پښتو څانگې ویبپاڼې بندې شویدي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري یوه اونۍ مخکې ویلي و چې ځینې ویبپاڼې د "دروغو" خپرونو له کبله بندوي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوې سرچینې امریکاغږ ته د نوم نه څرگندولو په شرط ویلي دي چې د امریکاغږ ویبپاڼې یې د پښتون تحفظ تحریک په اړه د رپورټونو خپرولو له کبله بندې کړیدي.

پدې برسیره د خیبر پښتونخوا په ډیره اسمعیل خان سیمې کې پولیسو د جنوبي وزیرستان په دوو تنو خبریالانو له دی کبله قضیه کړیده چې د پښتون تحفظ تحریک یوې احتجاجي غونډې ته ورغلي و.

خبریال سیلاب محسود چې د مشال راډیو سره کار کوي، امریکاغږ ته وویل چې د هغه جرم یواځې دا دی چې د پښتون تحریک په اړه یې رپورټ جوړ کړیدی.

دغه دواړه خبریالان د جنوبي وزیرستان دي خو په ډیره اسماعیل خان کې ژوند او خبریالي کوي.

د ډیره اسماعیل یو پولیس افسر امریکاغږ ته وویل چې هغه دوه کسان چې قضیه پرې شویده، د یو نوم سیلاب محسود او بل ظفر وزیر دی خو پدی اړه یې څه ونه ویل چې هغوی یې ولې نیولي دي.

د خبریالانو د یوې اتحادیې مشر سیلاب محسود د دغو دواړو ضد د حکومتي اقداماتو تائید کړیدی او وی ویل چې یواځینې جرم یې دا دی چې د پښتون تحفظ تحریک په احتجاج کې یې د خبریال په حیث گډون کړی و.

د پیښور د خبریالانو د اتحادیې مشر سیف الاسلام د دغو دواړو ضد قضیه غندلې ده او وایي چې خبریالان به د دې خلاف احتجاج وکړي.هغه وویل چې دغو دواړو خبریالانو خپله دنده ترسره کوله او د هغوي خلاف دغه اقدامات په سختو ټکو غندي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې رسنۍ د پښتون تحریک په اړه هیڅ ډول خپرونې نه کوي. د تحریک مشرانو څو وارې پدغه ټکې ټینگار کړیدی چې د پاکستان رسنۍ د پښتنو مسایلو ته پام نه کوي.

XS
SM
MD
LG