د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ ویاند منلې چې ISI د وسله والو ډلو سره اړیکې لري


د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې مشر جنرال آصف غفور دا خبره منلې ده چې د پوځ استخباراتي اداره آی اس آی په هغه هیواد کې میشتو وسله والو ډلو سره اړیکې لري.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانگي مشر جنرال آصف غفور باجوه د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له وسله والو ډلو سره د یوې استخباراتي ادارې اړیکې یوه معمولي خبره ده، خو هغه په دې ټینگار وکړ چې دولت د کومې ترهگرې ډلې ملاتړ نه کوي.

جنرال غفور د راولپنډۍ په پوځي مرکز کې خبریالانو ته وویل "په روابطو او ملاتړ کی ډیر فرق دی. د یوې داسې استخباراتي ادارې نوم خو واخلئ چې ددې ډول ډلو سره روابط ونه لري".

دغه پاکستانی جنرال په داسې حال دا خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جم میتس او د امریکا د پوځ عمومي لوی درستیز جنرال جوزوف دنفورد پر پاکستان انتقاد وکړ چې د وسله والو ډلو پر وړاندې په مناسب ډول اقدامات نه کوي.

د امریکا د کانگرس د سنا مجلس په یوې غونډه کې جنرال دنفورد وویل "دا څرگنده ده چې آی اس آی د ترهگرو ډلو سره ارتباط لري."

د افغانستان او د جنوبي اسیا لپاره په خپله نوې تگلاره کې جمهور رئیس ټرمپ په پاکستان په ځانگړې توگه غږ کړی چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي او د خپل نفوذ نه په استفادې دې طالبان د خبرو میز ته راوړي.

په سیاست کې د سخت دریزه ډلو شاملول

د ملي مسلم لیگ په نامه یو سیاسي گوند چې مشري یې حافظ سعید کوي، د سپتمبر په میاشت کې په انتخاباتو کې برخه واخیسته. دغه انتخابات په هغه انتخاباتي حوضه کې شوي وو چې د پاکستان د پخواني صدراعظم - نواز شریف - د لیرې کیدو په وجه پرې یو ځلې بیا انتخابات کیده.

د امریکا د بهرنوچارو وزارت د حافظ سعید په سر د لسو ملیونه ډالرو انعام ایښی دی.

د رویټرز خبري اژانس تیره میاشت رپورټ ورکړی و چې د پاکستان پوځ پلان لري دغه سختدریځه ډلې په سیاست کې شاملې کړي.

د نوازشریف دریو نږدې ملگرو او د پوځ یو پخواني جنرال ویلي دي چې د پاکستان استخباراتو تیر کال دغه پلان د پاکستان حکومت ته وړاندي کړی و خو د پاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف ورته انکار کړی و.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د پنجشنبې په ورځ یو خبرې غونډې ته د وینا په مهال وویل چې د دغه پلان هدف یې سختدریځه کسان په ټولنې کې مثبته رول لوبولو ته رابلل دي.

جنرال غفور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د حافظ سعید په مشرۍ د ملي مسلم لیګ ګوند هم پدې پلان کې شامل دی.

د ملي مسلم لیگ گوند په مشر حافظ سعید دا تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې په هند کې په تروریستي بریدونو کې یې لاس درلود. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و. جنرال غفور وویل "ما ته داسې معلومات رارسیدلي دي چې حکومت په دغه باره کې خبرې شروع کړيدي.

حکومت تر اوسه د پوځ د ویاند د خبرو په ځواب کې څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG