د لاس رسي وړ اتصالات

"د انتحاباتو لپاره امنیتي انتظامات شوي، زر کفنونه تیار دي"


DC Peshawar
DC Peshawar

په پاکستان کې د هغې نه وروسته چې یو حکومتي چارواکي مطبوعاتي غونډې ته وویل دي چې د انتخاباتو د ورځې لپاره یې سخت امنیتي انتظامات کړیدي، حتی زر کفنونه یې تیار کړیدي. په ټولنیزو رسنیو غبرگون پاریدلی دی.

د پېښور حکومتي چارواکي دغه خبره پداسې وخت کې کړیده چې په پاکستان کې د انتخاباتو د امنیت په اړه سوالونه موجودي دي او د پاکستان پوځ په تاریخ کې په لمړني ځل شاوخوا څلور لکه پوځیان ځای په ځای کړیدي.

د انتخاباتو د کمپاین په دوران کې تروسه پورې درې تنه کاندیدان وژل شوې هم دي.

د حکومتي چارواکي دغه وینا د پاکستان سیاسي چارو کارپوهانو او ژونالسټالو په ټولنیزو رسنیو شریکه کړه او اندیښنه یې پرې څرگنده کړه.

د پاکستان یو مشهور خبریال سید طلعت حسین په خپل ټویټر ولیکل

"د پیښور د کمشنر مرستیال وایي چې د ترهگرۍ ضد یې دومره ښه انتظامات کړیدي چې حتی ١٠٠٠ کفنونه یې تیار کړیدي. دا د مړیو لپاره خو ښه خبر دی، خو ژوندي دا د هغه بیساری قابلیت نه گڼي."

په ټولنزو رسنیو د غبرگون نه وروسته د پیښور د کمیشنر مرستیال یوه ویډیو په ټویټر خپره کړه او وی ویل چې د هغه هدف یواځې د امنیتي انتظاماتو په اړه خلک خبرول و.

د پاکستان موقتي حکومت د انتخاباتو د امنیت لپاره په ټول ملک کې ٣٧٠ سوه زره پوځیان ځاې په ځاې کړیدي چې دغې په پاکستان کې د پوځ د رول په اړه لا تورې پوښتنې راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG