د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ولې د افغان طالبانو مشران بندي کړیدي؟


افغان چارواکي وايي پاکستان تورنوي چې سولې ته لیوال نه دی.

په اسلام‌آباد کې د طالبانو د واکمنۍ سفیر ملا عبدالسلام ضعیف امریکا غږ ته وویل، پاکستان په دې وروستیو کې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره پر دغې ډلې فشارونه زیات کړي خو ښاغلي ضعیف ټینګار وکړ چې طالبان به هیڅ‌کله د فشار له مخې د سولې خبرو ته حاضر نشي.

خو د افغانستان د حکومت یوه معتبره سرچینه وایي پاکستان سولې ته لیواله نه دی او په افغانستان کې طالبان جګړې ته هڅوي. د سرچینې پر وینا د دې لپاره چې د طالبانو مشران ونه نیول شي، پاکستان هغوی خوندي سیمو ته لیږدولي دي.

د افغان حکومت دغه چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي په اسلام آباد کې د طالبانو د پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د څرګندونو په غبرګون چې ویلي یې دي پاکستان د طالبانو مشران خبرو ته د حاضرولو په خاطر نیولي دي.

هغه وایي چې دا څرګندونې د دې لپاره کیږي، چې پر پاکستان د نړیوالې ټولنې فشارونه راکم شي او نړیوالو ته وښودل شي، چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو هڅې کوي، خو طالبان یې نه مني.

"پاکستان دا کار کړی دی او تر زرو ډیر په نامه د طالبانو په پاکستان کې بندیان شوي دي، لا هم څوک بندیان دي او څوک خوشې شول، حتی ځینو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو دغه فشار تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې".

د طالبانو یو بل پخواني چارواکي سیداکبر آغا بیا امریکا غږ ته وویل چې طالبان تر یو حده خپلواکي لري او د پاکستان فشارونه به هغوی د سولې خبرو ته اړ نه کړي.

هغه وویل "زه فکر کوم، چې پاکستان به د دې لپاره چې په خپله تر فشار لاندې دی، پر طالبانو باندې فشار راوړي او یا به یې راوړی وي، خو فکر نه کوم چې طالبان به د پاکستان فشار ومني، ځکه چې طالبان په خپل حالت کې له پاکستان څخه یو څه استقلال هم لري او غیر له هغې اوس په افغانستان کې طالبانو ته د ګوزارې زمینه مساعده ده".

په همدې حال کې ولسي جرګه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د خبرو په ترسره کولو ټینګار کوي او له پاکستان څخه غواړي چې د یو ګاونډي په توګه په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي امریکا غږ اشنا ته وویل "پاکستان څخه زموږ دا غوښتنه ده، که چیرې ښه ګاونډیتوب غواړي باید دغه اور نور مړ کړي، د طالبانو تمویل څخه لاس واخلی او هغه ځالې یې ختمې کړي، چې په افغانستان کې د ناامنیو او بدبختیو سبب ګرځي او د سولې لپاره دغه موکه مساعده کړي، چې افغانان په خپل منځ کې سره کښیني او د سولې په ټغر باندې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي".

په پاکستان کې پر وسله‌والو طالبانو د فشار راوړلو په تړاو څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغان چارواکو سره د د دواړو هیوادونو د سولې د عمل پلان پر تطبیقولو موافقه وکړه.

پاکستان وروسته له هغې د دغه پلان عملي کولو ته غاړه ایښې، چې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا پر دغه هیواد فشارونه زیات کړل ترڅو په پاکستان کې د تروریستي ډلو په خلاف جدي اقدامات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG