د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې جوړې شوې جنګي جیټ الوتکې د پاکستان په هوایي ځواک کې شاملې شوې


پاکستاني چارواکي وایي د چین څخه یې د ۲۵ دا ډول الوتکو اخیستو تړون کړی چې د لومړنی جوپه یې د جمعې په ورځ په هوایي ځواک کې شاملې شوې.
پاکستاني چارواکي وایي د چین څخه یې د ۲۵ دا ډول الوتکو اخیستو تړون کړی چې د لومړنی جوپه یې د جمعې په ورځ په هوایي ځواک کې شاملې شوې.

پاکستان د (J-10C) جنګي جیټ الوتکو لومړنۍ جوپه چې چین جوړې کړي په رسمي توګه په ځانګړو مراسمو کې په هوایي ځواک کې شاملې کړلې.

پدې ځانګړو مراسمو کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د وسله والو ځواکونو مشرانو پکې برخه اخیستې وه، پاکستاني چارواکو دا الوتکې (د ختیځ ښامار) په نامه یادې کړلې او وې ویل چې دا الوتکې په پرمختللو الکترونیکي وسلو سمبالې دي او په عین وخت کې څو ډوله دندې تر سره کولی شي.

پاکستان د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د چین څخه د ۲۵ دا ډول الوتکو اخیستو تړون لاسلیک کړی و او د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تیره میاشت دا خبر بربنډ کړ.

ښاغلي رشید ویلي چې ټولې ۲۵ واړه جنګي جیټ الوتکې به د همدې روانې میاشتې په ۲۳ مې نیټې په پایتخت اسلام آباد کې چې د پاکستان ورځ لمانځل کیږي، په نظامي رسم ګذشت کې برخه واخلي.

هند څه موده وړاندې د فرانسې څخه د (Dassault Rafale) جنګي جیټ الوتکې پیرلې وې او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې دا اقدام د هند سره توازن برابرولی شي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په ځانګړو مراسمو کې چې په چین کې جوړې شوې دا الوتکې په هوایي ځواک کې شاملې دې د چین څخه مننه وکړله چې دا لوتکې یې په ۸ میاشتو کې پاکستان ته برابرې کړلې.

ښاغلي خان د هند نظامي فعالیتو ته په اشارې وویل، " د هند په نیمې وچې کې د امنیتي نا انډولۍ لپاره هڅې کیږي. دا زمونږ په دفاعي نظام کې یوه ستره اضافه کیدنه ده چې د دې نا برابرۍ ته ځواب وویل شي".

په مراسمو کې د چین نظامي استازو او دپلوماتانو هم برخه اخیستې وه.
‍په همدې حال کې د پاکستان د هوایي ځواک مشر مارشال زهیر احمد بابر په هوایي ځواک کې د دې الوتکو شاملیدل د پاکستان لپاره یوه تاریخي شیبه ووبلله او زیاته یې کړه چې د شاوخوا ۴۰ کالونو وقفې وروسته د لومړي ځل لپاره هوایي ځواک ته نوې جنګي جیټ الوتکې ورکول کیږي.

پاکستان په ۱۹۸۲ کال کې د متحده ایالاتو څخه د ایف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکې اخیستې وې او تر دې دمه یې په همدې الوتکو ګوزاره کوله.


XS
SM
MD
LG