د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د CIA په مرکز برید کې ISI لاس درلود


د پاکستان د استخباراتو د ادارې (آی ایس آی) یو افسر د حقاني شبکې ته دوه لکه امریکایي ډالر ورکړي و چې د خوست په ولایت کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی اې) په یوه مرکز د ځانمرګي برید بندوبست وکړي.

دغه خبر د امریکا د حکومت په یوه محرم سند کې ذکر شویدی چې جورج واشنګټن په پوهنتون کې د ملي امنیت د آرشیف په نامه د څیړنو مرکز ته په لاس ورغلی. په سند کې ویل شویدي چې پدې برید کې د حقاني شبکې او آی ایس آی لاس درلود.

د خوست په ولایت کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې په دفتر برید یو اردني ډاکټر کړی و چې د القاعدې او طالبانو او هم یې د سي آی اې لپاره جاسوسي کوله. په برید کې اوه کسان وژل شوي و او شپږ نور ژوبل و چې د سي آی اې په تاریخ کې په یو ځای دومره کسان نه و وژل شوي.

د امریکا د حکومت په سند کې دا هم ویل شويدي چې د خوست په ولایت کې د افغانستان د سرحدي پولیسو د یو قوماندان سره د سلو زرو امریکایي ډالرو ژمنه شوې وه چې پدې برید کې همکاري وکړي خو پخپله دغه قوماندان هم په برید کې ووژل شو.

په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت د دغه سند په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړیده.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې د حقاني شبکه د تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله کړې. د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې عمومي مشر مایک مولن چې د پوځ تر ټولو لوړ مقام دی، کانګریس ته ویلي و چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو یا آی ایس ای "ریښتیې وسله ده."

د ملي امنیت آرشیف ته دغه سند د امریکا د حکومت لخوا د معلوماتو د آزادۍ د قانون له مخې ورکړل شویدی. دغه اداره کوښښ کوي چې د حکومت د معلوماتو د پټ ساتلو په خلاف مبارزه وکړي.

لارن هارپر چې دغه سند یې د ملي امنیت آرشیف د څیړنو مرکز ته ورکړی وایي چې په لومړي سر کې د بهرنیو چارو د وزارت نه غوښتل شوي و چې دغه سند دې هغوي ته ورکړي چې وروسته بیا د دفاعي چارو د استخباراتو د ادارې لخوا دويته ورکړل شو.

د سند نه ډیر نومونه او جزیات پاک شویدي خو یوازې همدومره پکې ویل شوي چې په برید کې د حقاني شبکې او د پاکستان د استخباراتو د ادارې یوه افسر همکاري کړیده.

د پاکستان غبرگون

پاکستان د جمعې په ورځ دغه رپوټ رد کړ او هغه یې مسخره وگاڼه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه خپاره شوي تورونه د خندا وړ دي.

اعلامیه زیاتوي چې په ٢٠٠٩ کال کې د چپمن پر کپ باندې په برید کې د امریکایانو وژنې د پاکستان حکومت سخت متاثر کړی و. وروسته بیا د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د یوې ویدیو په خپرولو سره ددې برید مسؤلیت واخیست. دا ویدیو چې اوس هم د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې په وینا موجوده ده ځانمرگی بریدگر د پاکستان د تحریک طالبان له مشر سره په کې لیدل کیږي.

اعلامیه وایي چې پاکستان هوډمن دی چې د ترهگرۍ ریښې له منځه یوسي او د ترهگرو پر ضد یې اقدامات کړي دي.

XS
SM
MD
LG