د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په کرکټ کې په یوه ورځ درې لوبې وبایللې


د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۱۲ مه چې د شنبې ورځ وه، د پاکستان د کرکټ لپاره بده ورځ وه. پدې ورځپاکستان د کرکټ درې لوبې درلودې او درې واړه یې وبایللې.

د نولس کلنو ځوانانو لوبه:

پاکستان خپله لومړنۍ لوبه د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام په سیالیو کې په افغانستان وبایلله. پدې لوبې کې پاکستان پخپل نوبت کې افغانستان ته د ۱۸۸ رنزونو هدف ورکړ چې افغانستان ورته د لوبې په ۴۸ م اور کې پوره کړ.

دا دریم ځل شو چې د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو لوبډله په پرله پسې توګه د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکوي. افغانستان دوه ځلې د آسیا د جام په سیالیو کې د پاکستان سره مخ شوه چې دواړه ځل یې ماته کړله. افغان چارواکو پاکستان ته په ماتې ورکولو خوښي څرګنده کړې.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوبې د پای ته رسیدو نه وروسته لوبډلې ته تیلیفون وکړ او د لوبې د ګټلو مبارکي یې ورته وویلوه. ښاغلي عبدالله په ټویټر کې لیکلي " زمونږ لوبغاړو مسلکي لوبه وکړله او د ټول ملت سر مو لوړ کړ.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم پاکستان ته په ماتې ورکولو خوښي ښودلې او تر څنګ یې دا هم ویلي چې " زمونږ لوبډله دا توانایي لري چې نړیوال جام وګټي."

د هند یو پخواني لوبغاړي هرشا بوګهلې چې اوس د کرکټ مشهور مبصر دی پخپل ټویټر په افغانستان کې د کرکټ پرمختګ ستایلی او لیکلي یې دي چې "افغانستان د کرکټ په نړۍ کې د دې پیړۍ تر ټولو ستر خبر دی."

پاکستان خپله دویمه لوبه په نیوزلینډ وبایلله.

دا لوبه د نیوزلینډ او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د روانو دوه اړخیزو سیالیو دریمه لوبه وه. نیوزلینډ دا لوبه د پاکستان نه د ۱۸۳ رنزونو په توپیر وګټله او پدې سره یې د روانو سیالیو لړۍ یا سیریز هم وګاټه.

د پاکستان د شنبې د ورځې دریمه لوبه چې وې بایلله په دوبۍ کې د هند سره وه. د ړندو د نړیوال جام پدې سیالیو کې پاکستان د هند لوبډلې ته په څلویښتو اورونو کې د ۲۸۲ رنزونو هدف ورکړی و چې د هند لوبډلې ورته د لوبې په ۳۵م اور کې پوره کړ.

هند د ړندو د نړیوال جام اتل هم دی.

د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه د سریلانکا د لوبډلې سره د چارشنبې په ورځ د همدې روانې میاشتې په اوولسمې او دریمه لوبه یې بیا د شنبې په ورځ د جنوري په شلمې ده.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG