د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال باجوه: له مدرسو یا مولویان یا ترهگر راوځي


جنرال باجوه په کوټې کې د ځوانانو یو کنفرانس ته وویل چې باید د دیني مدرسو نصاب ته له سره کتنه وشي
جنرال باجوه په کوټې کې د ځوانانو یو کنفرانس ته وویل چې باید د دیني مدرسو نصاب ته له سره کتنه وشي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دیني‌ مدرسو پر روزنیز ‌نصاب کلکې نیوکې کړي.

جنرل قمر باجوه وايي د پاکستان په ډېرو دیني‌ مدرسو کې یوازې دیني‌علوم تدریسیږي‌ او طالبان له معاصرو زده کړو او د اوسنۍ نړۍ له روانو چارو ناخبره او بې برخې پاتې کیږي.

د پاکستان نیشن ورځپاڼې د جنرال باجوه په حواله لیکلي چې په کوټې ښار د ځوانانو په یوې غونډه کې یې وویل چې له مدرسو یا "مولویان یا ترهګر" راوځي.

جنرال باجوه وویل له دیني مدرسو سره کومه ستونزه نلري خو په خبره یې باید د دغو مدرسو نصاب ته له سره کتنه وشي.

په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ دیني‌ مدرسې فعاله دی چې څه باندې درې نیم میلیونه زده کوونکي لري.

پاکستاني مدارسو کې دغه راز لسګونه زر افغانان هم په زده کړو بوخت دي. افغان چارواکو هم په وارو اندیښنه څرګنده کړې چې په پاکستاني مدارسو کې افغان طالبانو ته د علم پر ځاې، وسله وال جهاد او د افغانستان په ضد جګړه ورښول کیږي.‌

XS
SM
MD
LG