د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته تللی


ښاغلی جنجوعه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په بلنه کابل ته سفر کړی دی
ښاغلی جنجوعه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په بلنه کابل ته سفر کړی دی

د افغان حکومت یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت په چارو کې سلاکار ناصر جنجوعه نن د شنبې په ورځ په یو ورځیني سفر کابل ته رسیدلی دی.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې ښاغلي جنجوعه کابل ته د رسیدلو وروسته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره کتلي او په پام کې ده، چې هغه به د افغانستان د جمهور رئیس سره له غرمې وروسته لیده کاته وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر په یوه اعلامیه کې چې تیره ورځ په اسلام اباد کې خپره کړې ویلي، چې کابل ته ښاغلی جنجوعه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په بلنه سفر کړی دی.

د دغه بیان له مخې د پاکستان د پوځ دغه پخوانی جنرال به کابل ته د خپل یو ورځیني سفر په ترڅ کې د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د افغانستان د ملي امنیت د رئیس محمد معصوم ستانکزي سره هم وګوري.

د سفر د موخې په هکله ویل شوي چې "دواړه خواوې به د اړیکو د ښه کیدو او د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې وړاندیز په برخه کې د همکارۍ د پیاوړي کیدو لپاره هڅې وکړي".

د پاکستان د ملي امنیت د سلاکارد دفتر په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده.

ښاغلی جنجوعه، په داسې حال کې کابل تللی، چې وسله والو طالبانو لا د افغان حکومت د سولې وړانیز ته ځواب نه دې ویلی.

جمهور رئیس غني د تیرې میلادي میاشتې په ۲۸ مه وسله والو طالبانو ته د سولې یو هر اړخیز وړاندیز وکړ.

په دې وړاندیز کې طالبان د یوي سیاسي ډلې په توګه منل، په کابل کې د دغې ډلې د دفتر پرانیستل، د بندیانو د خوشې کولو او پر طالب مشرانو نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو مسلو ته ځای ورکړل شوی دی.

افغان حکومت پر پاکستان باندې د طالبانو د ملاتړ تورلګوي او وايي، چې د طالبانو او د حقاني د ډلې مشران په دغه هیواد کې دیره دي، خو پاکستان دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG