د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نوي پارلمان لمړنۍ غونډه وکړه


د دوشنبې ورځ د اگست ١٣ د پاکستان د نوي پارلمان د غونډې لومړۍ ورځ وه. په دغه ورځ د پارلمان نوو غړیو د دغه ملک اساسي قانون ته د وفادارۍ لوړه وکړه.

په پاکستان کې تیره میاشت عمومي انتخابات وشول چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پکې ډیرې څوکۍ وګټلې.

د پاکستان د ملي آسمبلې 342 غړیو نن د وفادارۍ لوړه وکړله. تمه کیږي چې د ملي آسمبلې غړي به د چارشنبې په ورځ د رئیس او مرستیال د ټاکلو لپاره رایه ګیري وکړي. او د پنجشنبې په ورځ به د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره هم رایه ګیري وشي.

د ټولو نه زیاتې څوکۍ د عمران خان تحریک انصاف ګوند ګټلي خو اکثریت یې ندي ګټلي او په همدې خاطر د حکومت د جوړیدو لپاره باید د نورو ګوندونو او آزادو کاندیدانو سره ائتلاف وکړي.

عمران خان باید لږ تر لږه 172 رایې وګټي چې صدراعظم شي. د تحریک انصاف ګوند یو ویاند فواد چوهدري ویلي دي چې په پارلمان کې یو شمیر میرمنو، د اقلیتونو استازو او خپلواکو کاندیدانو د هغوي سره یو ځای شوي او ادعا یې کړه چې د 180 غړیو ملاتړ لري.

د تحریک انصافد ګوند همدرانګه ویلي دي بیخي ډاډه دي چې عمران به د صدراعظمۍ مقام وګټي.

د عمران خان سیاسي مخالفینو بیا یو ستر ائتلاف جوړ کړیدی او د مسلم لیگ نواز گوند مشر شهباز شریف یې د صدراعظۍ لپاره خپل کاندید ټاکلی

XS
SM
MD
LG