د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له راتګ وروسته د شمالي ‌وزیرستان کډوال بېرته پاکستان ته ستنېږي


د شمالي‌ وزیرستان کډوال
د شمالي‌ وزیرستان کډوال

په پاکستان کې چارواکي‌ وایي د ۲۰۲۱ د ډسمبر د میاشتې راهېسې د شمالي وزیرستان څه باندې ۷۰۰۰ کورنۍ بېرته پاکستان ته ستنې شوې دي.

راپورونه وايي هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ د ډیورېنډ له بلې غاړې پاکستان ته ستنېږي او دا بهیر روان دی. داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د دغو کډوالو د ستنولو بهیر چټک شوی دی.

په ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د «ضرب عضب» په نامه د اورپکو ضد پوځي عملیات پیل کړل چې لسګونه زره کورنۍ وتښتېدې او د راپورونو په اساس شاوخوا ۲۰۰۰۰ یې د ډیورېنډ بلې غاړې ته د افغانستان خوست او ځینو ورڅېرمه سیمو ته وکوچېدې.

د شمالي وزیرستان د کډوالو انتظامیې مسئولینو د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې دوی د بېرته ستېندونکو کډوالو د نوملیکنې لپاره ۲۱۰۰۰ فورمې استولې چې ۱۱۰۰۰ کسانو تر دې دمه نوملیکنه کړې ده.

د افغانستان د خوست د «ګلانو کمپ» کې د شمالي وزیرستان د کډوالو یو مسئول مولا جان وايي چې د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ډېر ورو دی او کډوال خوراک،‌ څښاک او د ژوند نورې اسانتیاوې نلري.

چارواکي وايي د کډوالو د ستنېدو بهیر کې ټول کډوال بېرته ستنېږي.

مسئولین وايي هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ ستنېږي او تراوسه «۷۱۶۹» کورنۍ ستنې شوې او د خیبر پښتونخوا په بنو کې د دوی لپاره په برابر شوي‌ کمپ کې ځای په ځای کېږي.

د هر کډوال اسناد کتل کېږي او بیا د «غلام خان بندر» له لارې اړول کېږي. مسئولین وایي چې راستنېدونکو کډوالو ته ځینې اساسي ضروري وسائيل هم ورکول کېږي.

خو بېرته ستانه شوي کډوال ادعا کوي‌ چې د پاکستان د کډوالو د چارو مسئولینو د دوی د اوسېدو لپاره پوره انتظام نه دی کړی.

یو ستانه شوي‌ کډوال صدام وزیر وايي چې «درې میاشتې کیږي د افغانستان نه سره د کورنۍ راستون شوی یم، خو دلته موږ هیڅ‌ انتظام نشته». دی وایي چې هغوی په خپله ځان ته د «بنو د بکاخېل په سیمه کې عارضي خیمې لګولي چې پکې په زرګونو شمیره کورنۍ میشتې» او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې « باید دمالي مرستو ترڅنګ د بجلۍ، اوبو، خوراک څښاک او نورې اسانتياوې» برابر کړې. په سیمه کې د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند احسان داوړ وايي چې دوی تائید کړې چې ۳۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې او د نورو له تائیدولو وروسته به «مرستې» وشي.

په ۲۰۱۴ کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د «ضرب عضب» عملیات پیل کړل. د پاکستان پوځ ادعا کوي‌چې په دغو عملیاتو کې یې د ترهګرو پټځایونه په نښه کړل او سلګونه یې ووژل، ژوبل کړل او ویې نیول.

د دغو عملیاتو له کبله ځایي خلک هم ډېر زیانمن شول. په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د ژغورنې غورځنګ «پي ټي ام» د پاکستان پوځ تورنوي چې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په نامه یې د پښتنو «کورونه او سیمې ویجاړې» کړې او د دوی په ادعا «پښتانه یې ووژل، ژوبل او بندیان» کړل. خو د پاکستان پوځ دا ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG