د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د اومیکرون کروناویروس لومړنۍ پیښه ثبت شوه 


پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ دسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) وویل چې پدې هیواد کې د اومیکرون په نامه د کروناویروس لومړنۍ پیښه تشخیص او ثبت شوه.

د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې یوه ۵۷ کلنه ښځه پدغه ویروس ککړه شوې چې د کروناویروس ضد واکسین یې نه و ترلاسه کړی.

د پاکستان د سند د روغتیا ایالتي وزیرې عذرا فضل وویل چې تر اوسه ددې ناروغې ښځې د ویروس پوره څرنګوالی ندی څیړل شوی خو «د ویروس د فعالیت نه داسې بریښي چې دا اومیکرون دی.»

هغې په یو ویدیویي پیغام کې ویلي چې خلک باید وارخطا نشي او له خلکو څخه یې غوښتي چې ځانونه د کروناویروس ضد واکسین کړي.

د اومیکرون ډله کروناویروس لومړی ځل په جنوبي افریقا کې وپیژندل شو، خو د رپوټونو له مخې ددې ویروس په وجه د مړینې او سختې ناروغۍ رپوټ ندی ورکړل شوی.

د امریکا او اروپایي هیوادونو په ګډون د نړۍ یو شمیر هیوادونو د جنوبي افریقا او څو نورو افریقایي هیوادونو څخه پروازونه بند کړي دي چې د اومیکرون ناروغۍ د انتقال کیدو مخنیوی وشي.

پاکستان هم د تیرې میاشتې په وروستیو کې د جنوبي افریقا په ګډون د شپږو افریقایي هیوادونو څخه پروازونه بند کړل. پاکستاني مقاماتو وروسته بیا نهه نور هیوادونه – کرویشیا، هنګري، هالنډ، اوکذراین، ایرلند، سلوینیا، ویتنام، پولنډ او زمبابوی هم په دې لست کې شامل کړل.

پاکستان چې شاوخوا ۲۲۰ میلیون نفوس لري تر اوسه یې په کروناویرسو باندې د ۱.۳ میلیون کسانو د اخته میدو خبر ورکړی دی چې ددې جملې څخه ۲۸۸۰۰ کسان پدې هیواد کې ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG