د لاس رسي وړ اتصالات

په پیښور کې یو پلار د خپل نرښځی زوی په قتل نیول شوی


د خیبر پښتونخوا پولیسو یو کس نیولی چې ویل کیږي خپل ١٩ کلن زوی یې د نرښځي توب په خاطر وژلی دی.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو یو منصبدار عظمت خان ویلي دي چې ددغه نرښځي پلار اورنگزیب اکبر نومیږي او د خپل ١٩ کلن زوی افتاب اورنگ د وژنې په تور نیول شوی دی.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د پولیسو دغه منصبدار ویلي چې اورنگزیب اکبر پولیسو ته لیکلی ضمانت ورکړی و چې که زوی یې کور ته راشي هغه به نه ازاروي.

پولیس وایي ١٩ کلن افتاب اورنگزیب چې د "مایا" په نوم هم یادیده په پیښور کې له خپلو ملگرو سره اوسیده. ملگرو یې پدې خاطر چې کورنۍ یې مایا ته زیان ونه رسوي پولیس په قضیه کې ښکیل کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د پلار نه یې لیکلی ضمانت واخلي.

د مایا په نامه د نرښځي مړی د شنبې په ماښام (جون ٢٩) په نوښار کې د سیند په غاړه وموندل شو چې په ډزو ویشتل شوی و.

د امریکا غږ ډیوه رادیو د رپوټ له مخې په پیښور کې د نرښځیانو د حقونو فعالین نن د یکشبې په ورځ د چنگاښ په ٩ (جون ٣٠) د پېښور د هشتنګرۍ پوليس تاڼې مخې ته راټول شوي دي او په احتجاجي ډول ددې نرښځي جنازه د تاڼې مخې ته کوي.

د نرښځیانو د ټولنې یو فعال قمرنسیم د پاکستان پولیس د نرښځیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر عاملینو باندې د قانون په نه پلي کولو تورن کړي دي.

د قمرنسیم په وینا د نرښځيانو د اتحاديې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې ۶۷ نرښځيان وژل شوي چې ددې جملې نه درې تنه سږکال وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG