د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د چین د اتباعو امنیت به ټینگ کړي


د پاکستان صدراعظم او د چین جمهور رئیس د یوې لیدنې پر وخت
د پاکستان صدراعظم او د چین جمهور رئیس د یوې لیدنې پر وخت

پاکستان وایي چې په دغه ملک کې به د چینایي اتباعو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات کوي. پاکستان دغه خبره تیره اونۍ د دوو چینايي اتباعو د وژل کیدو نه وروسته کړیده. د اسلامي دولت ډلې دغه دوه چینایان د برمته کیدو نه وروسته ووژل.

د پاکستان چارواکي وایي چې هغوي به د چینایانو د امنیت چارې ځانگړي پولیسو ته حواله کړي. دغه حفاظتې پولیس به د چینایي اتباعو د امنیت په خاطر د هغوي په هکله پوره معلومات ولري.

د یادونې وړ ده چې دوه تنه چینایان چې میړه او میرمن و، تیره اونۍ د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې لادرکه شول. د برمته کیدو نه څو ورځې وروسته دغه دواړه ووژل شول او د اسلامي دولت ډلې یې مسولیت په غاړه واخیسته.

په پاکستان کې د امنیتي چارو کارپوه حسن عسکري وویل "د دغو کسانو د وژل کیدو نه وروسته نور هغه چینایان هم ویریدلي دي چې په پاکستان کې ژوند کوي."

په پاکستان کې د داعش شتون

د پاکستان حکومت په پرله پسې توگه دا ردوي چې په دغه هېواد کې د داعش ډله فعالیتونه کوي. د پاکستان حکومت دغه پېښه سخته غندلې ده او وایي چې د چین د اتباعو د حفاظت لپاره به جدي اقدامات وکړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي د پیښې په هکله وویل "دا یوه ډیره بده پیښه شویده. د اسلامي دولت ډله کوښښ کوي چې په پاکستان کې ځان ته ځای پیدا کړي او هغوي د ترهگرو ډلو لکه د لشکر جنگوي په مرستې داسې کارونه کوي خو باید خلکو ته دا معلومه شي چې دا د اسلامي دولت ډله نه ده."

د سرمایه گزارۍ لپاره د امنیت ټینگول

چین د پاکستان سره یو تړون لاسلیک کړیدی چې وایي په دغه ملک کې به د یوې لوی اقتصادي پروژې یعني ( CPEC ) د لارې په ملیونو ډالره مصرف کړي. چین په دغې پروژې کار شروع کړیدې او تیر اوسه یې ٥٠ ملیونه ډالره مصرف کړیدي.

د پاکستان حکومت وایي چې دا به د پاکستان د اقتصاد لپاره یو نوی دور وي. دغه پراژه به په ټول ملک کې د برق د کمښت مسله حل کړي او په زرگونو خلکو ته به د کار فرصتوونه برابر شي.

XS
SM
MD
LG