د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ټاکنې- یوې هندوې وگټله او مولانا سمیع الحق وبایلله


په پاکستان کې د شنبې په ورځ د سنا ټاکنې ترسره شوی چې پکې د پاکستان پیپلز گوند لخوا یوه هندوه کرشنا کماري انتخاب شوه.

د پاکستان په تاریخ کې په لمړي ځل د هندوانو د یوې "ټیټې طبقې" سیاستمداره کرشنا کماري کوهلي د سنا په انتخاباتو کې د پېپلز گوند نه کامیابه شوه.

هم په دغو انتخاباتو کې د پاکستان مشهور دیني عالم مولانا سمیع الحق چې د ازاد کاندید په توگه یې په انتخاباتو کې برخه واخیسته او د عمران خان د سیاسي گوند ملاتړ ورسره و، ناکامه شو.

کوهلي چې ٣٩ کلنه ده، د پاکستان د سند د صوبې د یوې نیستمني کورنۍ سره تعلق لري. د سند په صوبې کې د پاکستان زیاتره هندوان ژوند کوي.

اغلې کوهلې اې پي ته وویل " زه ډیره خوشحاله یم، ما دا فکر نه کاوه چې زه به سنا ته منتخبه شم"

کوهلي وایي چې د هغې مور پلار په هغې تعلیم وکړ او بیا هغې وروسته د یو غیر دولتي موسسې سره کار وکړ. د پاکستان پیپلز گوند چې د بینظیر بهټو سیاسي گوند دی، هغه یې د سنا لپاره کاندیده کړي وه.

مولانا سمیع الحق چې د جمیعت السلام (س) د سیاسي گوند مشر دی، د سنا لپاره یې یواځي ۴ رایې واخیستې. د یادونې وړ ده مولانا سمیع الحق اعلان کړیدي چې د ٢٠١٨ کال په انتخاباتو کې به برخه اخلي.

مولانا سمیع الحق د پاکستان د مشهورې مدرسې دارلعلوم حقانیه چارې هم پر مخ بیایي او د "طالبانو د پلار" په نوم شهرت لري.

د پاکستان د سنا په انتخاباتو کې د مسلم لیگ نون گوند تر ټولو زیاتې یعني د ٥٢ د جملې نه ١٥ څوکۍ ترلاسه کړی. د پاکستان پېپلز گوند ١٢ او د عمران خان د تحریک انصاف گوند ٦ څوکۍ ترلاسه کړیدي.

د ١٥ څوکیو د گټلو سره اوس د پاکستان واکمن د مسلم لیگ نون گوند په سنا کې ټولې ٣٣ څوکۍ لري.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG