د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان لشکرجنګوي او جماعت الاحرار غیر قانوني اعلان کړل


Pakistan Syria
Pakistan Syria

پاکستاني چارواکي وايي د لشکر جنګوي العالمي او جماعت الاحرار ډلو فعالیتونه یې ناقانونه اعلان کړي دي. پر دغو ډلو تور دی چې په پاکستان کې په ترهګریزو او فرقه یي بریدونو کې لاس لري.

په دې سره د هغو اورپکو او اسلامپالو ډلو، چې پاکستان پرې بندیز لګولی، شمېر ۶۳ ته ورسېده. تېرکال د پاکستان حکومت د اسلامي دولت ډله ( داعش) هم ناقانونه اعلان کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کړې وه. د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د لشکري جنګوي العالمي ډلې په دې وروسیتو کې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لمنه په پاکستان کې پراخه کړې وه او په کراچۍ کې یې د ځینو فرقه ییزو بریدونو مسولیتونه هم منلي وو.

د لشکر جنګوي العالمي ډلې په افغانستان کې هم د یو لړ بریدونو مسولیت منلی دی.

د جماعت الاحرار ډله بیا د پاکستاني طالبانو یوه ډله ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلي سیمو کې ډېره فعاله ده، دغه ډله په ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوې ده چې د نورو بریدونو ترڅنګ د پاکستان پر پوځ هم ځیني بریدونه کړي دي.

امریکا هم څو میاشتې مخکې دا ډله د ترهګرو ډلو په نړیوال لست کې ورشامله کړې وه او اسلام اباد د واشنګټن د دغه کار هرکلی کړی و.

دغې ډلې په کوټې کې د وکیلانو پر یوې غونډې د برید او د مومندو ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې پر یو جومات د ځانمرګي برید مسولیت هم منلی و. په دغو بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG