د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د کشمیر مسله نړیوالې محکمې ته وړاندي کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

د پاکستان حکومت وایي چې د کشمیر مسله به د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې حکومت د هند د ولکې لاندې کشمیر د مسلې د ټولو قانوني اړخونو د څیړنې وروسته دا پریکړه کړیده چې دغه مسله به د عدالت نړیوالې محکمې ته یوسي.

شاه محمود قریشي وویل چې هند په کشمیر کې د ١٦ ورځو نه کرفیو لگولې ده چې هلته یې د خلکو ژوند د سخت مشکل سره مخامخ کړیدی. هغه وویل چې هند د کشمیر په اړه نړۍ ته کوم انځور ښکاره کول غواړي، حقیقت د هغې برعکس دی.

د یادونې وړ ده د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د هند سره په سرحد د ډزو له کبله لسگونه تنه پاکستاني وگړي وژل شوي او په سلگونو زخمیان دي.

د هند او پاکستان د هغې نه وروسته اړیکې خرابې شویدي چې صدراعظم مودي د کشمیر د ځانگړي حیثیت د ختمولو اعلان وکړ او په هغه سیمه کې یې کرفیو ولگوله.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور هم په خپل ټویټر په هند تور لگولی و چې په سرحد پاروونکي اقدامات کوي.

هند بیا وایي چې د باره مولا په سیمې کې یې په عملیاتو کې ترهگر وژلې دي چې د کشمیر د ځانگړې حیثیت د ختمیدو وروسته یې فعالیتونه پیل کړي و.

XS
SM
MD
LG