د لاس رسي وړ اتصالات

پر پاکستان د روسیې او اوکراین د جګړې اغیزې


کتونکي وايي، په اوکراین کې د روسیې جګړې د پاکستان په ستونزو کې زیاتوالی راوستی دی ځکه چې ددې هېواد په وارداتو پورې تړلی اقتصاد یې د بیو د لوړیدو سره مخامخ کړی دی.

د اوکراین له جګړې یو کال وروسته، اسلام آباد غواړي ددې جګړې په اړه بې طرفه ډیپلوماتیک دریځ وساتي او هڅه کوي چې د ارزانې انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره له مسکو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

په نړیواله کچه د روسیې جګړې پاکستان د یوه ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.

تیر کال کله چې روسیې په اوکراین خپل ټانکونه مرش کړل، په مسکو کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې انځورونه اسلام اباد شرمنده کړ. همدارنګه پاکستان د هغو ځینو نورو هیوادونو تر څنګ ودرید چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو یې ډډه کوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، اعزاز احمد چوهدري، یې لامل دا بولي چې پاکستان غوښتل له ټولو سترو قدرتونو سره ښې اړیکې وساتي.

هغه وویل: "دا پوښتنه په اصل کې له چین سره د امریکا د سیالۍ په اړوند راپورته شوه، خو زه فکر کوم چې دا خبره پرځای و چې موږ غواړو له امریکا، چین او روسیې او نورو ټولو قدرتونو سره ښې اړیکې ولرو".

پاکستان د خوراکي توکو د کمښت له امله له روسیې څخه د غنمو واردات زیات کړي دي. په همهغه ډول چې ګاوندي هیواد هند له مسکو څخه د ارزانه انرژۍ واردات په بیساري ډول لوړ کړل، پاکستان د روسیې د تیلو او ګازو د تخفیف غوښتنه هم وکړه.

دواړه خواوې ښايي د مارچ په وروستیو کې یوې رسمي موافقې ته ورسیږي.

په پاکستان کې د اوکراین سفیر مارکیان چوچک وايي، د جګړې په مهال له روسیې سره سوداګري او د اسلام اباد د بې طرفه پاتې کېدو پالیسي په نهایت کې له مسکو سره مرسته کوي.

هغه وویل: "یو مسؤل هیواد باید له دې حقیقت څخه سترګې پټې نه کړي چې له روسیې سره د سوداګرۍ په برخه کې ممکن د تیلو د پیسو له لارې د جګړې ملاتړ وکړي."

اوکراین، چې پاکستان ته د غنمو لوی عرضه کونکی هیواد دی، د جګړې له پیله یې دوه اړخیزه سوداګري ۷۳ سلنه کمه شوې ځکه چې صادرات یې د روسیې تر بریدونو لاندې راغلل.

ښاغلی چوچک وایي که پاکستان د اوکراین پر ضد د روسیې یرغل وغندي، دا په دې مانا نه ده چې د لویدیځ لاسپوڅی به شي. دا ښايي د یوه خپلواک دولت دریځ وي.

XS
SM
MD
LG