د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستاني ډپلوماتانو د سفر د محدودولو راپور تائید نکړ


د امریکا د بهرنو چارو ورات د هغو رپورټونو د تایئد نه ډډه کړیده چې وایي په امریکا کې په پاکستان ډپلوماتانو د سفر محدودیتونه لگول کیږي.

د پاکستان او هند رسنیو رپورټونه خپاره کړیدي چې د امریکا حکومت په خپل ملک کې پاکستاني ډپلوماتانو ته ویلي دي چې د اجازې پرته دی د ۴٠ کیلومیترو زیات سفر نه کوي.

رپورټونه دا هم وایي چې دغه نوي محدودیتونه به د می د میاشتې نه عملې کیږي.

په واشنگټن کې د پاکستان سفارت امریکاغږ ته وویل چې هغوي ته پدې اړه هیڅ معلومات ندي ورکړل شوي. د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاندې هم یوې خبرې غونډې ته د خبرو په مهال وویل چې پدی اړه هیڅ معلومات نلري.

سپینې ماڼۍ هم لا تراوسه پورې پدی هکله څه ندي ویلي.

تیره اونۍ په اسلام اباد کې یو امریکایي اتاشي په یوې ټرافیکي پیښې کې یو کس چې په موټرسایکل سپور و وواژه او بل یې سخت زخمي کړ. پاکستان وایي چې په پیښه کې د ککړ اتاشي جوزیف ایمانول هال نه به تحقیقات کوي. د امریکا سفارت وایي چې پدی اړه به همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا وروستي خبرونه پداسې وخت کې راغلي دی چې د پاکستان او امریکا اړیکې په پاکستان کې د ترهگرو ډلو په مسله د یو څو میاشتو راهیسې خرابې دي.

امریکا په پاکستان د فشار راوستلو په خاطر امنیتي مرستې ځنډولي دي او پاکستاني چارواکي وایي چې د امریکا تورونه بی بنیاده دي.

XS
SM
MD
LG