د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان عمران خان صدراعظم وټاکه


د پاکستان پارلمان نن د جمعې په ورځ (اگست ١٧) د کرکټ پخوانی مشهور لوبغاړی عمران خان د هیواد د صدراعظم په توگه وټاکه او هغه ته یې د نوي ایتلافي حکومت د جوړولو لاره خلاصه کړه.

د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر وویل چې "عمران خان ١٧٦ رای وگټلې" او پدې توگه یې د مسلم لیگ نواز د گوند کاندید شهباز شریف ته چې ٩٦ رای یې گټلي دي ماته ورکړه.

د رویترز اژانس لیکي چې د عمران خان لومړنی ماموریت به د پاکستان د اقتصاد رغول وي. ٦٥ کلن عمران خان د هیواد په عمومي انتخاباتو کې د اداري فساد په ضد د مبارزې او له فقر نه د میلیونونو پاکستانیانو د خلاصون ژمنه کړې وه.

پاکستان په ١٩۴٧ کال کې د خپلواکۍ له اخیستلو راهیسې په پوځي کودتاگانو کې گیر پاته و او پدې وروستیو کلونو کې په کې سخت دریځې هم زور اخیستی دی. د رویترز په وینا ملتپاله عمران خان ژمنه کړې چې په میلیونونو کارونه ایجاد کړي او په نړیواله کچه روغتونونه او ښوونځي جوړ کړي.

د هغه په وړاندې په لومړنیو چلنجونو کې به یو هغه تصمیم وي چې د نړیوال پولي صندوق نه (IMF) پور وغواړي چې د پیسو فشار پرې کم شي او یا هم د چین ملاتړ وغواړي او په دې گاونډي هیواد باندې په تکیه کولو سره د پاکستان اقتصادي خپلواکي له خطر سره مخامخ کړي.

د عمران خان د تحریک انصاف گوند په پارلمان کې ١٥١ څوکۍ خپلې کړي او د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره باید د نورو کوچنیو گوندونو او خپلواکو وکیلانو سره ایتلاف وکړي.

عمران خان به سبا د شنبې په ورځ د صدراعظم په توگه لوړه وکړي او خپله کابینه اعلان کړي.

په انتخاباتو کې د عمران په بریالیتوب سره د پاکستان د مسلم لیگ نواز او د پاکستان د پیپلز پارټۍ سیاسي برلاسيتوب پای ته ورسید. خو ښاغلی خان به د خپلو اصلاحاتو پروگرام لپاره د خپل کوچني اکثریت په وجه د سختې مبارزې سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG