د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانې طالبانو د ښځو لپاره مجله خپره کړې


پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبان

پاکستاني طالبانو د سه شنبې په ورځ د ښځو لپاره یوه مجله چې سنت الخوله نومیږې، خپره کړیده. د دغې مجلې د خپرولو هدف دا دی چې ښځې د طالبانو په ډلې کې راجلب شي او جهاد ته مخه کړي.

د دغې مجلې د خپریدو خبر د پاکستان یوې مشهورې ورځپاڼې ډیلې ټایمز خپور کړ. په مجلې کې د پاکستاني طالبانو د مشر فضل الله خراسانې میرمن چې نوم یې ندی لیکل شوی، مرکه خپره شوېده. په مرکې کې هغې د کم عمره جینکو د ودونو په پلوۍ خبرې کړي او وایي چې په ماشوموالي کې د جینکو ودونه ټولنه د ډیرو مسلو نه خوندي ساتې. هغه په دی لړ کې خپل مثال ورکوي او وایي چې ١۴ کلنه وه چې د جهادیانو د مشر سره یې واده وشو.

د پیښور په پوهنتون کې د اسلامې مطالعاتو په مرکز کې استاده زاکره بیگم وایي چې طالبان د ډیر وخت راهیسې هم دا ډول کوښښونه کوې چې په خپلو ډلو کې د جنگ او فساد لپاره خلک وگماري. اوس دوې ښځو ته د دی لپاره مخه کړې چې پوهیږي ښځې ساده وي او ژر د دوې په خبرو باور کوي. "زمونږ په ملک کې او په خاصه توگه په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د تعلیم کچه ډیره کمه ده. چې څومره چا تعلیم کم کړی وی، هماغومره د دروغو تبلیغات پری تاثیر کوي. د طالبانو د دې ډول فعالیتونو مخنیوی د حکومت کار دی. حکومت باید په دی مجلې بندیز ولگوي."

اغلې بیگم دا هم وایي چې طالبانو په خپله د اسلام مطالعه نده کړې. "ما ټول ژوند قران او اسلام مطالعه کړی. خو طالبان چې د نورو مسلمانانو وژلو ته جهاد وايي او غواړې چې بیگناه خلک ووژنې، نو دیته خو زه اسلام نه وایم."

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله (چې اوس خراسانې لقب کوي) په ٢٠٠٥ کال کې د سوات په سیمې کې په یوې راډیو کې ښځو ته تبلیغ شروع کړ.

د جینکو د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ په خپل کتاب کې لیکې چې د سوات ښځو د فضل الله د مدرسې لپاره خپل سره زر او گاڼه خرڅ کړل او هغه بیا په همدغو پیسو د سوات د خلکو قتل عام وکړ.

نادیه خان چې په نړیواله کچه د ښځو د حقوقو فعاله ده وایي چې دا ډول خپرونې ځکه ډیرې خطرناکې وي چې اکثر میرمنې د نارینو خبرو ته زیات غوږ نیسې لکه چې څنگه چې په سوات کې پیښ شو. طالبانو هلته ښځې په نښه کړې او هغوې ورسره د جهاد لپاره مرسته وکړه.

نادیه خان وایي "زه په خپله د دا ډول خپرونو نه ځکه ویریږم چې نارینه په ښځو ډیر تاثیر لري. که د کور نارینه ښځو ته ووایي چې دا ښه مجله ده، ویی گورئ نو میرمنې یې خامخا لولي او اثر ترینه اخلې."

نادیه زیاتوې چې د پاکستان ټولنه په تیرو لسو کلونو کې لا پسې سختدریځه شوېده او پکار ده چې اوس حکومت د دی مسلې غم وخوري.

په ښځو د تبلیغاتو اثر

د روان کال په لومړیو کې د پاکستان د ډان ورځپاڼې رپورټ خپور کړ چې د سند د صوبې د طب د پوهنتون یوه شل کلنه محصله نورین لغارې د کوره لادرکه شویده.

نورین لغارې بیا د پاکستان امنیتي ځواکونو په لاهور کې د اسلامي دولت د ډلې سره د یوځای کیدو په تور ونیوله. نورین د پاکستان په دولتې ټلویژون د خپل جرم اعتراف وکړ او ویلې یې و چې د فرورۍ په میاشت کې یې سوریې ته سفر کړی و او هلته ورته داعش په پاکستان کې د عیسویانو په ضد د حملې مسولیت سپارلې و.

نورین لغاري په دغه مرکه کې د حکومت او خلکو نه بخښنه وغوښته او وی ویل چې هغې به په انټرنیټ کې د اسلامي دولت د ډلې مجلې لوستلې.

په پاکستان کې طالبانو په فیس بک او ټویټر باندې اکاونټونه جوړ کړیدي او د مدنې حقوقو فعالین اکثر د حکومت نه غوښتنه کوي چې حکومت د بشر د حقوقو د فعالینو د اکاونټونو په ضد اقدامات کوې خود ترهگرو اوغیرقانونې ډلو دا ډول فعالیتونه نه څارې.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG