د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د افغانستان نه چې داعش راځې، ماتوو یې


د پاکستان پوځ وایي چې د افغانستان سره یې په گډې پولې د اسلامي دولت د ډلې په ضد عملیات شروع کړیدي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ریگل په سیمې کې یې د اسلامي دولت د ډلې په ضد د خیبر ۴ په نوم عملیات شروع کړیدي.

د پوځ ویاند وویل چې د اسلامي دولت د ډلې مرکز په افغانستان کې دی او په پاکستان کې د داعش سره مربوطې ډلې د داعش د مرکز نه ترهگر پاکستان ته راولي.

هغه زیاته کړه چې په دغې سیمې کې یې د اسلامي دولت د ډلې سره د تړلو ډلو یعني د جماعت الحرار او د لشکر جهنگوي په ضد عملیات شروع کړیدي. په دی برسیره په دغه سیمه کې پاکستاني طالبان هم موجودي دي.

غفور وویل چې د ریگل سیمه چې د افغانستان د کومې سیمې سره مربوطه ده په هغې کې د داعش غړي ورځ تر بلې په زیاتیدو دي او هغوي د افغانستان نه پاکستان ته را اوړي. دوي کوښښ کوي چې په پاکستان کې د داعش نفوذ زیات کړي.

د پوځ ویاند غفور وویل چې په دغه سیمه کې به عملیات ډیر مشکل وي. خو وی ویل چې په دغو عملیاتو کې به په زرگونو عسکر برخه واخلې او د پاکستان هوایي قواوې به ورسره هم مرسته وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه چې په ورستیو کې چې د پاکستان په پولې کومه بمبارې شوېده ، د تحقیق نه وروسته ورته دا معلومه شویده چې هغه په افغانستان کې د داعش د مرکز نه شویده.

جنرال غفور وایي چې د افغانستان پوځ او د ناټو چارواکو ته یې په دی هکله معلومات ورکړیدي او د هغوي نه یې غوښتي دي چې د ترهگرو په وړاندې هغه خوا ته لاره بنده کړي چې دوې و نه تیښتي.

د ریگل سیمه په ننگرهار پورې مربوطه سیمه ده.

امریکایي عسکر هم د افغان عسکرو سره یو ځای په ننگرهار او کنړ کې د اسلامي دولت د ډلو په ضد عملیات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په گډه پوله باندې د قطارو لگول پیل کړیدي. د پاکستان پوځ وایي چې دا کار ځکه کوي چې کابل ورسره په دی لړ کې همکاري نه کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان او امریکایي چارواکي وایي چې پاکستان په دغه ملک کې ترهگرو ته پناهځایونه ورکړیدي او هغوي په گاونډي ملک افغانستان کې دننه حملې کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور د خبرې کانفرنس په دوران کې هغه تورونه هم رد کړل چې وایي پاکستان ترهگرو ته پناهځایونه ورکوي. هغه وویل چې پاکستان د ډیرو کلونو راهیسې په خپله ځمکه د تروگرو په ضد عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG