د فلسطین د سرې میاشتې مقامات وايي چې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه لسمه) په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې اوه تنه وژل شوي، د اسرائیل پوځ وایي د «وسله والو یوه شبکه» یې په نښه کړې.
د سرې میاشتې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دلویدیځې غاړې په شمال کې د طمون په کلي کې د اسرائيل په یو هوایي برید کې اوه تنه وژل شوي.»
په رام الله کې د فلسطینیانو د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په دغه برید کې اته تنه وژل شوي دي.
د اسرائيل پوځ فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي، چې ځواکونه یې په سیمې کې د «ترهګرۍ د مخنیوي په عملیاتو کې دخېل» وو.
د اسرائيل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د عملیاتو د یوې برخې په توګه، د هغوی یوې الوتکې د امنیتي استخباراتو په لاښوونې «د طمون په سیمې کې د وسله والو ترهګرو یوه شبکه په نښه» کړې ده.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه د اسرائيل او حماس ترمنځ له جګړې وروسته په لویدیځې غاړې کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي چې د اسرائيل ځواکونو او د یهود میشتو سیمو استوګنو تر دې دمه ۸۷۰ تنه وژلي دي، چې ډېر اورپکي هم په کې شامل دي.
د اسرائيل د رسمي شمېرو په اساس، په همدغې مودې کې د فلسطینیانو په بریدونو او یا د اسرائيل د عملیاتو په مهال حد اقل ۲۹ اسرائيلیان هم وژل شوي دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل څو میاشتې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره به لویدیځه غاړه په «یوې بلې غزې» بدله شي.
هغه ویلي وو چې اسرائیل د «واضح هدف» په توګه یوه بله نوې جبهه پرانیزي چې لویدیځه غاړه په «یوې نوې غزې» بدله کړي.
بوریل ویلي وو: «اسرائيل په لویدیځې غاړې کې تاوتریخوالی زیات کړی دی. د فلسطین خپلواکه اداره یې غیر مشروع کړې ده او پاروونکي اقدامات» کوي.
فورم \ دبحث خونه