د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د اوربند دوام ؛ شپږ سوه په مرستو بار لارۍ دې تړانګې ته له مصر اوښتي


په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند په دریمه ورځ سلګونه په مرستندویه موادو بارې لارۍ د مصر څخه دې تړانګې ته پداسې حال کې رسیدلي چې ګڼ شمیر بې ځایه شوي خلک خپلو کورونو ته ستنیږي.

د رفح په ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو یو چارواکي سه شنبه جنوري ۲۱ ( سلواغې دویمه) خبریالانو سره په خبرو کې هیله مندي وښوده چې که په غزې کې اوربند دوام وکړي، لا ډیرې مرستې به دې تړانګې ته واستول شي.

مصري چارواکي کوښښ کوي په غزې کې اوربند وڅاري او سره لدې چې تر دې دمه دواړو خواوو کومه د پام وړ سرغړاونه نده کړې خو اسرائیل د سه شنبې په ورځ په لویدیځه غاړه کې "مرګاني" عملیات پيل کړي او وایي هدف یې د جنین له ښارګوټي د "ترهګرو" ایستل دي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې په جینین کې یې عملیات پیل کړي چې ددغه هېواد د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وینا، موخه یې په سیمه کې د "ترهګرۍ له منځه وړل" دي.

د فلسطیني سیمې د روغتیا وزارت چې په رام الله کې میشت دی، وویل چې په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند یوازې څو ورځې وروسته په دې عملیاتو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

پوځ او د شاباک امنیتي ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اسرائیل د سرحدي پولیسو سره یې په ګډه په جینین کې د "اوسپنې دیوال" په نوم عملیات پیل کړي. په دغه سیمه کې د کډوالو کمپ د فلسطیني وسله والو ډلو مرکز ګڼل کیږي.

د سعودي د العربیه تلویزیون یو خبریال چې د مصر او غزې تر منځ په سرحدي ښارګوټي رفح کې موجود و، ویلي چې د سه شنبې په ورځ د مصر څخه ۶۰۰ په مرستندویه موادو بار لارۍ غزې ته اوښتي دي.

دې خبریال همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر میاشتې اوومې نیټې وړاندې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه پیل شوې، د مصر دې سرحد څخه هره ورځ د غزې تړانګې ته په اوسط ډول ۵۰۰ لارۍ اوښتي چې مرستندویه مواد به پکې بار و.

که له یوې خوا د غزې اوسیدونکي په اوربند خوښ دي او خپلو ورانو شویو مېنو ته ستنیږي خو څارونکي وایي د جګړې له کبله پدې تړانګې کې د ویجاړۍ اندازه دومره ډیره ده چې ښایي کالونه وخت ونیسي تر څو هلته خلک عادي ژوند پیل کړي.

په واشنګټن ډي سي کې د منځني ختیځ په څیړنیز مرکز کې د سیمې کارپوه، پال سلیوان امریکا غږ ته وویل حتی که په غزې کې اوربند دوام هم وکړي، د خلکو لپاره د آرامۍ لپاره به ډیر مهم نه وي.

هغه زیاته کړه څه چې په غزې کې پیښ شوي، ښایي د څو لسیزو لپاره د ترهګرۍ په سرچینې بدل شي او پدې سیمې کې ځوانان چې د "لوږې سره مخ دي، د نړۍ لپاره به په یو سرخوږي بدل شي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG