د لاس رسي وړ اتصالات

غني شاناهان ته: لا هم ګاوڼدیو هېوادو کې د وسله والو ځالې شته


ارګ وايي ولسمشر غني د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر سره لیدلي دي
ارګ وايي ولسمشر غني د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر سره لیدلي دي

ارګ وايي چې ولسمشر غني د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر پاټرک شاناهان سره ولیدل.

د ارګ اعلامیه وايي چې دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او سولې په اړه خبرې وکړې. په اعلامیه کې راغلي دي چې "په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې."

دا غونډه د دوشنبې په ماښام (فبروري۱۱) د ارګ په دلګشا ماڼۍ کې وشوه. ښاغلي شاناهان د افغانستان د دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره هم ولیدل او د افغان سرتېرو پر تجهیز، روزنې او له تروریزم سره پر مبارزې یې ټینګار وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو نن د افغان ځانګړو ځواکونو په قوماندانۍ کې سره لیدلي او ښاغلي خالد د افغان سرتېرو د تجهیز او روزنې په برخه کې له امریکا څخه د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د ترهګرۍ سره مبارزه

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست​ د وشنبې د «سلواغې ۲۲مه» د افغان چاوراکو او په افغانستان کې د مېشتو امریکايي قوماندانانو سره د خبرو لپاره په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته تللی دی.

پیټرک شاناهان افغانستان ته د خپل سفر پر مهال هغو خبریالانو ته چې له ده سره ملتیا کوي ویلي، چې نوموړی غواړي له افغان چارواکو ته ووايي چې دا په افغانانو پوري اړه لري چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

هغه دا هم ویلي دي چې دوی به له تروریزم سره مبارزه کې افغان پوځ یوازې نه پرېږدو.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴زره سرتېري لري
امریکا دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴زره سرتېري لري

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه د امریکا هڅې چټکې شوي او د دغه هېواد ولسمشر دونالډ ټرمپ په دغو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ ویلي و که د سولې خبرې نیتجه ورکړي په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او یو محدود شمېر سرتېري به د استخباراتي ماموریت تر سره کولو لپاره په افغانستان کې پرېږدي.

خو تر دا مهاله په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمولو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست هم کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې هغه ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمېدو په اړه امر نه دی شوی.

په افغانستان کې امریکايي سرتیري
په افغانستان کې امریکايي سرتیري

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ١۴زره امریکایي سرتېري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې عمده برخه یې د افغان ځواکونو روزل دي.

په افغانستان کې د امریکا په ١٧کلنه جګړه کې چې د دې هېواد اوږده جګړه بلل کېږي څه د پاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG