د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه پرانیستل شوه

ټاکل شوې نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

د یادې جرګې تنظیمونکي وايي، چې د جرګې تر سره کېدو لپاره هر اړخیزه چمتووالی نیول شوی دی.

د مشورتي لویې جرګې د کمېسیون مشر محمد عمر داودزی د جرګې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې په دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون لري.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده جرګه کې د افغان حکومت د وزیرانو، والیانو، معینیانو او قاضي القضات په ګډون ۳۰۰ تنه د مېلمنو په توګه ګډون کړی چې یاد کسان به یوازې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستلو او پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون ولري.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ولایتي شوراګانو استازو د یادې جرګې د غړو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د پرانیستلو تر مراسمو وروسته به د جرګې ګډونوال په ۵۱ کمېټو کې د سولې په اړه خپل بحثونه پيل کړي چې یوه نیمه ورځ به دوام وکړي.

د داودزي د معلوماتو له‌مخې هره کمېټه به ۸۱ تنه غړي ولري.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د ټولو ولایتونو استازو ګډون کړی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه کې مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې په مناسبت په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

مشورتي لویه جرګه
مشورتي لویه جرګه

طالبانو ته د ولسمشر غني چلنچ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې، طالبانو ته په اسلامیت او افغانیت سره چلنج ورکوي، که چیري د دوی په منځ کې د پردیو خبر نه وي له افغان ملت او افغان دولت سره له مذاکراتو څه وېره لري.

نوموړي زیاته کړه: هغوی چې طالبان یې پخپل ذهني او ستراتیژیکه قبضه کې نیولي دي څوک دي. موږ حاضر یو چې له دغه اسارت څخه د هغوی په ایستلو کې ورسره مرسته وکړو.

طالبانو ته قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته وینا کې وویل، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو کې مخکني وړاندې شوي شرطونه له منځه وړل شوي او طالبانو ته یې له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز وکړ.

هغه وویل:د کابل لخوا به طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیش شرط په توګه وړاندې کېدل، هغه مو له منځه یوړل او طالبانو ته مو خواست وکړ چې هر ځای درسره خبرو ته چمتو یوو. بې له کوم قید او شرط درسره خبرې کوو.

د سولې په اړه نړیوال شرایط چمتو شوي

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان سولې په اړه ټول نړیوال شرایط چمتو شوي او په دې برخه کې ټول خنډونه او بهانې له منځه وړل شوي دي.

"د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړی دی."

افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په همکارۍ سره همغږي رامنځته کېږي چې له امله یې د اسیا زړه اوس د اسیا څلور لاری شو."موږ په بې سابقه انعطاف او بې سابقه طرحو سره خپلو ګاونډیانو ته په ځانګړي ډول پاکستان ته مراجعه وکړه، ورته مو وویل، له جنګ او تاوتریخوالي هیڅ طرف ته ګته نه رسېږي. افغانان ستاسو ښه دوستان جوړېدای شي، خو هیڅکله ـ هیڅکله هم په یو نابرابره اړیکې کې له چا سره نشي داخلېدلی."

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG