د لاس رسي وړ اتصالات

آسټن عراق ته په ناڅاپي سفر کې: واشنګټن د بغداد سره د اړیکو غښتلي کول غواړي 


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آسټن د سه شنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۶) پداسې حال کې بغداد ته رسېدلی چې پر عراق باندې د امریکا په مشرۍ د یرغل او د صدام حسین د رژیم د نسکوریدو شلمه کالیزه ده.

آسټن د عراق د صدراعظم محمد شیاع السوداني ته وویل چې د بغداد په بلنه د متحده ایالاتو سرتیري په دې هیواد کې "پاتې کیدو ته چمتو دي"؛ هغه نازکه مسله چې په دواړو هیوادونو کې یې عامه نظرونه ویشلي دي.

د ښاغلي آسټن دا سفر چې دمخه نه و اعلان شوی، پر عراق باندې د متحدو ځواکونو د ۲۰۰۳ کال د یرغل د شلمې کالیزې په درشل کې کیږي، هغه ځمکنی یرغل چې په نتیجه کې یې دوه لسیزې وینې تویدنې دوام درلود او یواځې اوس عراق ددې حالت څخه د وتلو په حال کې دی.

آسټن په بغداد کې د عراق د صدراعظم سوداني او د عراق د دفاع له وزیر ثابت العباسي سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: "زه، زمونږ راتلونکې مشارکت ته خوشبین یم." او زیاته یې کړه: "متحده ایالات به د عراق د امنیت، ثبات او حاکمیت څخه د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ پیاوړتیا او پراخولو ته دوام ورکړي."

د عراق صدراعظم ښاغلي آسټن ته وویل چې هغه هم غواړي له واشنګټن سره "اړیکې پیاوړې او ټینګې کړي" او د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو سره د متوازنو اړیکو ساتلو ته یې د بغداد ژمنتیا په ګوته کړه.

آسټن عراقي ځواکونو ته د امریکايي پوځیانو د روزنې ماموریت ته په اشارې سره وویل: "باید وکولای شو چې دغه حیاتي دنده په خوندي او امن توګه ترسره کړو."

په وروستیو کلونو کې په عراق کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو اډې د ایران پلوه ملیشو له خوا د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو په وسیله په نښه شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر عراق ته تر سفر مخکې په عمان کې د اردن له پاچا عبدالله دویم سره وکتل.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د صدام حسین زیاتره سني مذهبه رژیم ړنګ کړ، د عراق شیعه اکثریت ددې هیواد په سیاسي سیسټم کې پراخه ونډه ترلاسه کړه.

د هغه وخت راهیسې د بغداد پرله پسې حکومتونو د عراق د ګاونډي ایران سره نږدې اړیکې ټینګې کړې، چې د متحده ایالاتو عمده دښمن دی.

دواړو متحده ایالاتو او ایران د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر وړاندې د عراق په مبارزه کې ددې هیواد پراخ ملاتړ کړی؛ هغه ډلې چې په ۲۰۱۴ کې یې د عراق ځنې سیمې نیولې وې.

داعش په ۲۰۱۷ کې د نړیوالو ځواکونو په مرسته په عراق کې ماتې وخوړه، خو د عراق او سوریې په دښتو او غرنۍ سیمو په پټنځایونو کې ددې سخت دریځه ډلې پاتې شونې لا هم موجود دي.

XS
SM
MD
LG