د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ 'افغان امنیتي ځواکونو ته ځانگړې شوې پیسې' په سرحدی دیوال لگوي


یو امریکایي مقام ویلي ټاکل شوې د هغو پیسو یوه برخه چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یې د مکسیکو سره په پوله د دیوال په جوړولو لگوي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د ځانگړو شویو پیسو نه برابرې شي.

دغه څرگندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د دفاع وزارت ددغه دیوال د جوړولو لپاره ١،٥ میلیارد ډالر بودجه تصویب کړه.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پتریک شاناهان، په یوه اعلامیه کې وویل: "دغه بودجه د ذخیره شویو پیسو او هغو بدلونونو په گډون چې په مالي اړتیاو کې رامنځ ته شوي، د مختلفو منابعو نه تامین شوې ده".

یو امریکایي مقام چې د نوم د نه ذکر کولو په شرط یې د رویټرز خبري اژانس سره خبرې کړي ویلي دي چې ددې بودجې د تمویل لپاره ۶۰۴ میلیون ډالر د هغو پیسو نه اخیستل شوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ذخیره شوی وې.

پدې وروستیو کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د امریکا د مرستو د بندیدو په صورت کې به د افغانستان امنیتي ځواکونه له شپږ میاشتو زیات دوام ونکړي.

د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال کول د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د انتخاباتي مبارزې شعار و، خو کانگرس هغه ته ددې دیوال د جوړولو لپاره پوره بودجه ونکړه.

د دیوال د جوړولو د بودجې پر سر د ښاغلي ټرمپ او کانگرس ترمنځ جنجال ددې سبب شو چې د امریکا فدرال حکومت د څو اونیو لپاره وتړل شي.

XS
SM
MD
LG